د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138536-د_ایران_او_قطر_د_بهرنیو_چارو_وزیرانو_ترمنځ_ټلیفوني_خبرې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قطر لومړي او بهرنیو چارو وزیر سره په بېلا بېلو موضوعاتو تلیفونی خبرې وکړې.
(last modified 2023-09-14T22:35:41+00:00 )
Sep 15, 2023 03:04 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قطر لومړي او بهرنیو چارو وزیر سره په بېلا بېلو موضوعاتو تلیفونی خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قطر لومړي او بهرنیو چارو وزیر سره په بېلا بېلو موضوعاتو تلیفونی خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان او د قطر لومړی او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو اړوند په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې او د نظر تباده وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له جنوبي کوریا څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د شتمنیو د خلاصون او د بندیانو د آزادولو په لړ کې د قطر د حکومت د رغنده رول قدردانی وکړ.

د قطر لومړی او د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران د اسلامی جمهوریت او د دریمې ډلې د ځینو مسائلو په زمینه کې له پرمختګونو څخه خوښی څرګنده کړه او قطري بانکونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د شتمنیو د سپارلو د ټولو بهیرونو د نهايي او بشپړیدو په اړه یې راتلوونکې اونۍ خبر ورکړ.

د ایران او قطر بهرنیو چارو وزیرانو همدار رنګه په یو شمېر نورو دوه اړخیزو موضوعاتو هم مشورې او خبرې اترې وکړې.

د ایران او قطر اړیکې د لویدیځې اسیا په سیمه کې د باثباته او دوستانه اړیکو له جملې څخه دي.