د برجام په اړه د اروپايي ټروئیکا لخوا د ژمنې نوې سرغړونه
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په یوه بیانیه کې چې د پنجشنبې په شپه د اروپایي ټولنې په ویب پاڼه کې خپره شوه، اعلان وکړ چې درې اروپایي هېوادونه، بریتانیا، فرانسې او جرمني، هغه ته په یوه لیک کې د همغږي کوونکي په توګه اعلان کړی، چې د ایران پر وړاندې د توغندیو بندیزونه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د برجام د هوکړې له مخې باید لیري شي، نه لیري کوي.
بوریل د برجام ژمنو ته د ایران د نه پابندۍ په اړه د درېیو اروپایي هېوادونو ادعاوو ته په اشارې سره زیاته کړه: دوی د برجام په چوکاټ کې د ایران د ژمنو د نه رعایت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او دا موضوع یې د کمیسیون د شخړو د حل میکانیزم ((DRM تر نوم لاندې د برجام ګډې غونډې ته وړاندې کړې وه. بوریل وویل: د بهرنیو چارو وزیرانو (تروئیکا) اعلان وکړ چې ایران له ۲۰۱۹ کال راهیسې د دې موافقې تابع نه دی او دوی باور لري چې دا مسله د برجام د موضوع د حل میکانیزم له لارې نه ده حل شوې. نو دوی اراده لري چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په 18مه نیټه د بندیزونو لرې کولو لپاره کوم ګام پورته نه کړي.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د فرانسې او جرمني سره په ګډه به د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه خپلو کورنیو قوانینو ته انتقال کړي او د اروپايي ټولنې او انګلستان بندیزونه چې د دوی وخت د 2023 کال د اکتوبر په میاشت کې پای ته رسېږي،پر خپل ځای ساتي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د احکامو له مخې، چې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې صادره شوې وه، د دغه سازمان له خوا د ایران د میزایلو پر فعالیتونو لګول شوي بندیزونه به د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پای ته ورسېږي. له همدې امله د توغندیزو بندیزونو د ساتلو په برخه کې د اروپايي تروئیکا اقدام، له ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه سرغړونه ده او د برجام له لارې پر ایران باندې د فشار د ساتلو لپاره د لوېدیځ د پالیسۍ د دوام په معنا ګڼل کېږي.
امریکا چې د ۲۰۲۸ کال په مې میاشت کې له برجام څخه په یو اړخیزه توګه ووتله، اوس ادعا کوي چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د ایران پر وسلو د بندیزونو د بشپړ ختمېدو په اړه اندېښمنه ده او په ناهیلۍ سره هڅه کوي چې له یوې خوا د خپلو اروپايي متحدینو په همکارۍ سره د دغو بندیزونو د دوام لپاره زمینه برابره کړي او له بلې خوا د امریکا کانګرس د استازو په مجلس کې د یوه وروستي پلان په تصویبولو سره، چې په ایران کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تولید او صادرات په نښه کوي او پر هغو کسانو بندیزونه لګوي چې په دې بهیر کې شامل دي، غواړي چې د ایران د وسلو د صادراتو د مخنیوي لپاره د نویو بندیزونو او نورو اقداماتو له لارې، د بایډن د ادارې کړنې ګړندۍ کړي، په تېره بیا د ډرون او توغندیو په برخه کې.
خو د وروستیو کلونو تجربو په ډاګه ښودلې چې دا ډول اقدامات هېڅ ځای نه نیسي او د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د پرمختګ مخه یې نه ده نیولې. امریکا د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال هم د ایران د وسلو د بندیزونو د لیرې کولو د مخنیوي لپاره بې ګټې هڅې وکړې، چې په ځانګړې ډول د ۴+۱ ډلې د دوو غړو په توګه، د روسیې او چین د مخالفت او له بشپړې ناکامۍ سره مخ شوه.
اوس واشنګټن په دې نظر دی چې د اروپا په مرسته به وکولای شي پر ایران د توغندیو بندیزونه وساتي، په داسې حال کې چې د اروپايي تروئیکا له برجام څخه د امریکا له وتلو وروسته، له ډېرو ژمنو سره سره، چې بیا هم دغه بندیزونه پر ځای پاتې دي، نه یوازې دا چې د ایران ضد یواړخیز بندیزونو اغیزې شنډ نه کړل، بلکې د جوبایډن د ولسمشرۍ پرمهال، د ایران پر وړاندې د فشارونو د زیاتولو لپاره د امریکا ملګری شو او دا د اروپایان خپلو ژمنو ته د نه ژمنتیا ښودنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې او اروپایي تروئیکا تل پر ایران تور لګولی چې د موافقې په ماتولو او د خپلو ژمنو په خلاف ورزۍ سره د موافقې خلاف ورزي کوي. په داسې حال کې چې د برجام د ژمنو د تدریجي کمولو په برخه کې د ایران اقدامات، یوازې د برجام په شرایطو کې له ژمنو څخه د لوېدیځ پرلپسې سرغړونو ته غبرګون دی. تهران د برجام د برخو په ځانګړې توګه د اروپايي تروئیکا د تړون د سرغړونې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.