ایران لیبیا ته ۴۰ ټنه انساني مرستې ولیږلې
د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر د لیبیا سیلاب ځپلو ته د ۴۰ ټڼه انساني مرستو د جوپې د لیږلو خبر ورکړی دی.
د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر «پیرحسین کولیوند» وویل: په امدادي خیمو، کمبلو، کارپټونو، صحي او روغتیايي شیانو او په خوراکي پیکټونو مشتمله د ایران د سرې میاشتې ۴۰ ټني جوپه د لیبیا له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره واستوله شوه.
کولیوند زیاته کړه: د سرې میاشتې د ټولنې د مرستې او ژغورنې درې ډلې هم د دغو مرستو د ویشلو او هم داشان د نورې مرستې لپاره لیبیا ته استول شوې دي.
د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر له سیلاب ځپلو او اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره انساني او دیني دندې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایارن د سرې میاشتې اداره د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوالو غورځنګونو د یو غړي په توګه په ټوله دنیا کښې له پيښو د متاثره شویو کسانو سره تر خپله وسله مرستې ترسره کوي.
د ویلو ده چې د لیبیا په ختیځو ښارونو کښې تیره دوشنبه د «دانیل» په نامه بوږنونکی سیلابي طوفان راغلی و چې له امله یې زرګونه کسان مړه شوي او هم داشان یې کورونه ویجاړ شوي دي.