د ایران په لویدیځ کښې یوه ترهګره ډلګۍ له مینځه وړل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138614-د_ایران_په_لویدیځ_کښې_یوه_ترهګره_ډلګۍ_له_مینځه_وړل_شوې
د کردستان ولایت د سپاهِ بیت المقدس قومندان په دغه ولایت کښې په ترهګرو ډلګیو پورې د پيئلو ۱۲ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-09-16T22:08:35+00:00 )
Sep 17, 2023 02:30 Asia/Kabul
  • د ایران په لویدیځ کښې یوه ترهګره ډلګۍ له مینځه وړل شوې

د کردستان ولایت د سپاهِ بیت المقدس قومندان په دغه ولایت کښې په ترهګرو ډلګیو پورې د پيئلو ۱۲ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.

د کردستان ولایت د سپاهِ بیت المقدس قومندان په دغه ولایت کښې په ترهګرو ډلګیو پورې د پيئلو ۱۲ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.

جنرال«امان‌ا... گشتاسبی» تسنیم خبري آژانس ته په مرکه کښې په کردستان کښې په ترهګرو ډلګیو پورې د اړونده کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ او ویې ویل: د خالي په سهار په مریوان کښې په انقلاب ضده ټیم پورې اړونده دوه کسان معلوم شوي او ونیوې شول.

هغه زیاته کړه چې د کردستان ولایت په مرکز سنندج ښار کښې هم په ترهګرو ډلګیو پورې اړونده ۷ کسان په دغه ولایت کښې د سپاه د اطلاعاتو په څانګه کښې د امنیتي ځواکونو په اقداماتو سره پیژندل شوي او ونیوې شول.

د سپاهِ بیت المقدس دغه قومندان همداشان په دې خبرې سره چې درې تنه انقلاب ضده عوامل په دیوان دره کښې نیول شوي دي وویل: د امنیتي ځواکونو په اطلاعاتي اشراف سره، په کردستان ولایت کښې په انقلاب ضده ترهګرو ډلګیو پورې پیئلي ۱۲ کسان نیول شوي دي.