د اسلامي ایران ولسمشراوملګروملتوسرمنشي په نیویارک کې کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138746-د_اسلامي_ایران_ولسمشراوملګروملتوسرمنشي_په_نیویارک_کې_کتنه_وکړه
د ایران پریس له راپور سره سم سید ابراهیم رییسي چی د ملګروملتود عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دې ، له انتونیو ګوتریش سره کتنه او خبرې اترې وکړې .
(last modified 2023-09-19T03:23:08+00:00 )
Sep 19, 2023 07:52 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشراوملګروملتوسرمنشي په نیویارک کې کتنه وکړه

د ایران پریس له راپور سره سم سید ابراهیم رییسي چی د ملګروملتود عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دې ، له انتونیو ګوتریش سره کتنه او خبرې اترې وکړې .

سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګرهم  نیویارک ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتو په مرکز کښې د عبدالمجید تبون په کتنه کښې د خپل مینځي اړیکو د سویې د لوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو د مسئولانو د همت په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ایران له ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو پراخولو ته چمتو دی.

رئیسي په دغه ملاقات کښې د ایران او الجزایر ډیرو ښو ظرفیتونو ته په اشارې سره، د اړیکو د سویې په تیره بیا د تجارتي او اقتصادي تعاملاتو د زیاتولو لپاره د دواړو هیوادونو د مسئولانو په هلوځلو ټینګار وکړ او ویې ویل: د ایران او الجزایر اړیکې د کرونا ناروغۍ د خاصو حالاتو په وجه بندې شوې وې چې د دواړو هیوادونو د مسئولانو په همت باید دوباره بحالې شي او لوړتیا ومومي.

په دغه ملاقات کښې د الجزایر ولسمشر «عبدالمجید تبون» هم د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو تاریح ته په اشارې سره، د ایران او الجزایر ترمینځ د اړیکو بحالولو ته په جدي هلوځلو ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون په نیویارک کښې هم داشان د کرویشیا د ولسمشر «زوران میلانوویچ» په کتنه کښې له زاګرب سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګري اړیکو پراختیا ته د تهران په ګروهنې ټینګار وکړ.

د کرویشیا ولسمشر هم په دغه ملاقات کښې په ناټو او اروپايي اتحادیې کښې د خپل هیواد غړیتوب ته په اشارې سره څرګنده کړه: سره له دې مونږ تل هڅه کړې ده چې خپلواکه سیاستونه غوره کړو. هغه له ایټمي موافقې د امریکا وتل هم وغندل.