د بندیانو تبادله او ایران پرضد د واشنګټن د دریځونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138760-د_بندیانو_تبادله_او_ایران_پرضد_د_واشنګټن_د_دریځونو_دوام
د امریکا ولسمشر بایډن په ایران کی د امریکایی بندیانو د خوشی کیدا د تاییدولو په ترڅ کې د ایران د پخوانی ولسمشر احمدي نژاد او اطلاعاتو وزار ت د بایکاټ خبر ورکړ
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Sep 19, 2023 12:04 Asia/Kabul
  • د بندیانو تبادله او ایران پرضد د واشنګټن د دریځونو دوام

د امریکا ولسمشر بایډن په ایران کی د امریکایی بندیانو د خوشی کیدا د تاییدولو په ترڅ کې د ایران د پخوانی ولسمشر احمدي نژاد او اطلاعاتو وزار ت د بایکاټ خبر ورکړ

د ګل په ورځ د ایران او امریکا ترمینځ د بندیانو په بریالي تبادلې پسې هغه پینځه ایراني ښاریز چی د عادی تجارتي فعالیتونو په دلیل د امریکا قضایی ادارې په غیرقانوني ډول تر تعقیب لاندې راغلي وو ، ازاد شوي او د ایران کابو شپږ میلیارډډالری شتمنۍ چی په غیرقانوني ډول په جنوبی کوریا کی کنګل شوی وې ، قطر ته انتقال شوې .

همداراز ایران او امریکا ترمینځ د شویو موافقې په چوکاټ کې چی د غیر مستقیمو مزاکراتو نتیجه ده ، پینځه ایرانی ، امریکایی دوه تابعیت لرونکي هم چی په  جاسوسي او امنیتي دلیلونو په ایران کی بندیان وو ، ازاد شوي او قطر ته منتقل شوي دي . د دغې تبادلې له عملیاتي کیدا وروسته د امریکا لوړ رتبه چارواکو په یو لړ څرګندونو کې په ایراني ضد دریځونو کې ایران پرضد چټي تورونه مطرح کړل . د امریکا ولسمشر بایډن په ایران کی د امریکایی بندیانو د خوشی کیدا د تاییدولو په ترڅ کې د ایران د پخوانی ولسمشر احمدي نژاد او اطلاعاتو وزار ت د بایکاټ خبر ورکړ . هغه په عین حال کی ایران ته له سفره د امریکایانو د ډډې کولو غوښتنه وکړه . د امریکا خارجه وزیر بلینکن هم  د امریکایانو لپاره ایران ته د سفر نه کولو په ضرورت د ټینګار په ترڅ کې خپلې پخوانې چټي او بی اساسه تورونه مطرح کړل .

مهم ټکی دا چی ایران ته د سفر نه کولو په اړه بیا بیا خبرداریو او امریکایی مقاماتو له جنجال جوړولو او فضا جوړولو سره سره حقیقت دا دی چی په امریکا کې د سلګونو زره ایرانیانو ژوند ته په پام سره هرکال له هغو ډیر زیات کسان د خپل وطن او خپلو خپلوانو د لیدو لپاره ایران ته سفر کوي او له کوم خنډ او محدودیت پرته هم امریکا ته ستنیږي . دغه چاره د بایډن دولت له ایراني ضد ادعاګانو سره په هیڅ ډول سمون نه خوری . د دې په ترڅ کې چی ډیر امریکایانو هم د ایران د طبیعي ، تاریخي او کلتوري جاذبو د لیدلو لپاره دغه  هیواد ته له کومې ستونزې پرته سفرونه کړي دي او په تیره بیا د ایرانیانو له ګرمې میلمستیا او ښه چلند ټینګار کړی او د دغې چارې قدرونه یې هم کړی ده .

هغه دوهمه مسله چی د ایران او امریکا د غیرمستقیمې موافقې په چوکاټ کی د امریکایی چارواکو لخوا البته زیاتره داخلی نیوکو ته د ځواب ویلو په هدف مطرح شوی ده ، له جنوبی کوریا د ایران د ازادو شویو شتمنیو د لګولو څرنګوالی دی چی اوس د قطر بانکونو ته منتقل شوی دي . امریکایی چارواکي په دوامداره توګه په دغو شتمنیو د څارنې او کنټرول خبرې کوی . لکه چی د امریکا د ملی امنیت شورا غږملونکی جان کربی ادعا کړی ده که ایران له دغو شتمنیو د غیر بشردوستانه هدفونو لپاره استفاده وکړی نو امریکا یې د ایران دولت ته د بیسو د انتقال مخه نیولی شی . داسی ښکاری دغه ډول دریځ نیونه زیاتره داخلي مصرف ولرلی شی او د موافقې په اړه نیوکو ته د ځواب ویلو لپاره د بایډن دولت د مقاماتو له خلې ترسره کیږی . البته د ایران لوړ رتبه مقاماتو دغه ادعاګانې په ښکاره رد کړي او په دغې چارې یې ټینګار کړی دی چی د ایران دولت  هر څنګه چی وغواړي دغه شتمنۍ به ولګوي .

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي ویلی دی حکومت به فیصله وکړی چی څرنګه هغه شپږ میلیارډ ډالره چی کنګل شوي او ټاکل شوی ده ازادې شي ، مصرف کړی او دا پیسې هر چیرته چی ایران اړتیا ولرلی شی مصرف به شی .

وروستی ټکی دا چی د بایډن دولت له ایران سره له موافقې سره سره هماغه راز له ایران سره د دښمنۍ خبرې کوی او د ایران په وړاندې یې خپل غلیمانه دریځ  او له تهران سره په مقابلې ټینګار تکرار کړی دی .

د بندیانو د ازادۍ او کنګل شویو شتمنیو په زمینه کی له امریکا سره په وروستۍ غیر مستقیمې موافقې کې په خپلو دریځونو د تهران دریدا د امریکا په وړاندی د بل بریالیتوب په شان دی .