امریکا په خپلو ژمنو عمل وکړي نو ښې موافقې ته به ورسیږو
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ امریکا او اروپايي هیوادونه باید په خپل توافق باندې عمل وکړي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په اوه اتیایمې(۷۸) غونډې کښې له ګډون کولو وروسته تهران ته راستون شوی.
هغه نیویارک ته د خپل سفر په پاې کښې په یوه خبري کانفرنس کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د خبرو اترو له میز څخه لا نه ړ خو ځینې لویدیځ هیوادونه او امریکا د ناسمو محاسباتو په وجه او په ایران کښې په بلواو باندې ژه زړه نښلولو سره د خبرو اترو له میز څخه لاړل خو دغو اروپايي هیوادونو څه موده وروسته چې کله ولیدل د ایران ملت دوې خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې ناکامه کړل بیرته غوښتنه وکړه چې د خبرو میز ته ورستانه شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د ایران اسلامي جمهوریت به په دې زمینه کښې هیڅکله د ایران د ملت له حق څخه په شانشي او په اټومي تړون کښې د نورو لورو هیوادونو د عملي اقدام په تمه دی.
هغه په قره باغ سیمه کښې د نښتو په هکله هم وویل د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي چې تاوتریخوالی او جنګ د سیمې د مشکلاتو د ختمولو لاره نه ده او دغه تاوتریخوالي د ایران په شان د قدرتمنو هیوادونو په وسیله چې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ګاونډي دی حل کیدلای شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریرت له مصر سره د اړیکو په ټینګولو کښې هیڅ خنډ نه ویني او تهران دغه موضوع د مصر حکومت ته اعلان کړي هم ده.
هغه جوته کړه د فلسطین د ازادۍ مسله تل د اسلامي دنیا لومړنۍ موضوع ده نو ځکه خو له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو ټینګول د فلسطین په مقاومت ډلو او د خلکو باندې له شا څخه د چاړې ګوزار ګڼل کیږي او د سیمې له ځینو عربو حکومتونو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم هڅې هیڅکله د دغو هیوادونو لپاره امنیت نه رامینځته کوي ځکه چې د سیمې ملتونه د فلسطین له ملت سره د پینځه اویا کلنو ظلمونو په خاطر د صهیونیسټ رژیم سره ژوره کینه لري.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز وویل د ایران اټومي پروګرام کاملا سوله ئیز دی او نړیوالو څارونکو هم دغه موضوع تائید کړي ده.
هغه د اوکراین د جنګ په هکله هم وویل ما د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په اخري کښې ټینګار وکړ چې دا ناټو تړون دی چې د اوکراین د جنګ دوام ته ګروهنه لري او نه غواړي دغه جنګ پاې ته ورسیږي.