رئیسي: ایران اټومي وسلو ته اړتیا نه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د ایټمي وسلو، په عمومي ډول د ډله ییزې تباهۍ وسلو کارول د ایران په پوځي اصولو کې هیڅ ځآی نلري، ځکه په دغه ډول وسلو باور نلري.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د ایټمي وسلو، په عمومي ډول د ډله ییزې تباهۍ وسلو کارول د ایران په پوځي اصولو کې هیڅ ځآی نلري، ځکه په دغه ډول وسلو باور نلري.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له CNN سره په مرکه کې د لویدیځ او صهیونیسټ رژیم د بې اساسه تورونو په اړه چې د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام د غیر سوله ایزو څرګندونو په اړه یې مطرح کړي دي، زیاته کړه، ایران په ځلونو ویلي دي چې د ایټمي وسلو کارول او په ټولیزه توګه د ډله ایزې تباهۍ د وسلو کارول د اسلامي جمهوریت په پوځي اصولو کې هیڅ ځای نه لري ځکه چې په دغه ډول وسلو باور نه لري .
رئیسي همدا راز د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د یو شمیر مفتشینو د فعالیت د جواز د لغوه کیدو په هکله وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې سره د خپلو ایټمی سایټونو په معاینه کولو کې کومه ستونزه نلری او یوازې یو څو څارونکي به هلته ځای پر ځای شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له عربستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د موافقې په هکله د صهیونیسټانو د دروغجنو تبلیغاتو په ځواب کې ټینګار وکړ: د صهیونیسټ رژیم او د فارس خلیج د عربو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د امریکا هڅې به هیڅکله بریالۍ نه شي .
هغه څرګنده کړه چې د صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان ترمینځ د اړیکو ټینګول چې د اسلامی مقدسو ځایونو کوربه دی د نیواکګر رژیم لپاره تر ټولو ستره جایزه ده او د منځني ختیځ جیو پولیټیک به بدل کړي.