ایران او ICESCO د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138998-ایران_او_icesco_د_دوه_اړخیزو_همکاریو_پر_پراختیا_ټینګار_وکړ
د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزیر او د اسلامي هیوادونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان ( ICESCO)  عمومي منشي د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-09-25T06:07:04+00:00 )
Sep 25, 2023 10:27 Asia/Kabul
  • ایران او ICESCO د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزیر او د اسلامي هیوادونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان ( ICESCO)  عمومي منشي د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزیر او د اسلامي هیوادونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان ( ICESCO)  عمومي منشي د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د کلتور او اسلامی لارښود وزیر محمد مهدي اسماعیلی چې د اسلامي هېوادونو  د کلتور د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته تللی، د دغه هیواد د کلتوري چارو له عمومی منشی سلیم بن محمد المالک سره په کتنه کې وویل: په اسلامي نړۍ کې د کلتوري اندېښنو ساحه متنوع ده او په دې برخو کې د اسلامي هېوادونو د چارواکو ترمنځ لا زياتو مشورو او خبرو اترو ته اړتيا ده.

د ایران د کلتور او اسلامی لارښود وزیر د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د ISECO له نظره په قدردانۍ سره زیاته کړه، له اسلامی نړۍ او ټولنو سره چې په کلتوری ډګر کې ګډې اندیښنې لری، ملګرتیا او همکاري د ایران د اسلامی جمهوریت لومړیتوب دی.

اسماعیلي همدار راز د ایران د زرګونو کالونو تمدن او کلتوري تاریخ او د اسلامي ثقافت په خپراوي کې د اسلامي جمهوریت رول ته په اشارې سره له ICESCO سره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د دغه سازمان سرمنشي ته یې تهران ته د سفر بلنه ورکړه.

په دغه کتنه کې د اسيکو د سازمان سرمنشي، سليم بن محمد المالک، تهران ته د سفر لپاره خپل چمتووالى اعلان کړ او ويې ويل، ايران په کلتوري ډګرونو کې يو بډايه هېواد دى او ایسیسکو د ايران په همکارۍ زيات کارونه ترسره کولى شي.