د ښځو لپاره د رسنیو لومړنی نړیوال فیسټوال نن پای ته رسیږي
د ایران په مشهد کې د نړۍ د ښځو لپاره د رسنیو لومړنی نړیوال فیسټوال نن شنبه پای ته رسیږي چې په کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو ښځو ګډون کړی.
د ایران په مشهد کې د نړۍ د ښځو لپاره د رسنیو لومړنی نړیوال فیسټوال نن شنبه پای ته رسیږي چې په کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو ښځو ګډون کړی.
د خورشید نړیوال رسنیز فیستیوال چې په نړۍ کې د ښځو لپاره لومړنی مطبوعاتي فیستیوال دی، نن د رضوي خراسان ولایت په مرکز مشهد کې د څه باندې ۴۰ هیوادونو د ښځو په ګډون پای ته رسیږي.
د ایران د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د خورشید نړیوال مطبوعاتي فیستیوال چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو د مرستیال په نوښت د ښځو او کورنیو چارو په چارو کې د جمهور رئیس د مرستیالې په ګډون، د مشهد ښاروالۍ او ګوهرشاد بنسټ لخوا جوړ شوی وو، په کې د ښځو اړوند مسایل، په ټولنیز عدالت کې د هغوی رول، کورنۍ، ښځې او د رسنیو مقاومت، د ښځو سمه نمونه او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په عادي کولو کې د رسنیو رول او یو شمېر نور موضوعات وڅېړل شول.
په دې کنفرانس کې د ایران او نړۍ له سلو زیاتو د رسنیو فعالو برخه اخیستې وه.
دا غونډه په دوو کورنیو او نړیوالو برخو کې جوړه شوې او په کورنیو برخو کې د ښځینه ژورنالستانو څه باندې ۲۴۰ کارونه دارالانشا ته واستول شول.
د دې فیسټیوال شعار هم د فلسطینۍ شهیدې خبریالې "شیرین ابو عقیل" په یاد د "ښځې روښنایي ورکوي" په نوم نومول شوی وو.