د ښځو د حقوقو په هکله د لوېدیځوالو ادعاوی اوزارې بڼه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139368-د_ښځو_د_حقوقو_په_هکله_د_لوېدیځوالو_ادعاوی_اوزارې_بڼه_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خورشید نومې د فیسټیول له ګډونوالو سره په کتنه کې تاکید وکړ چي د ښځو د حقوقو په برابر د لوېدیځو هیوادونو ادعاوې اوزارې بڼه لري.
(last modified 2023-10-02T08:12:57+00:00 )
Oct 02, 2023 12:41 Asia/Kabul
  • د ښځو د حقوقو په هکله د لوېدیځوالو ادعاوی اوزارې بڼه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خورشید نومې د فیسټیول له ګډونوالو سره په کتنه کې تاکید وکړ چي د ښځو د حقوقو په برابر د لوېدیځو هیوادونو ادعاوې اوزارې بڼه لري.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي جوته کړه چي د شاه د ظالم رژیم، د سپېڅلي دفاع په پړاو او د هیواد په بیارغونه او په مختلفو سیاسي، فرهنګي، علمي، ټولنیز او سپورټې ډګرونو کې ښځو وتلې رول لوبولي دي.

هغه زیاته کړه: نن سبا لوېدیځو هیوادونو د ښځو د حقوقو د دفاع تر عنوان لاندې په خپلواکو هیوادونو فشار راولې، هغوی د بشري حقوقو او د ښځو د حقوقو پلویان نه دي بلکې ورته د اوزار په سترګه ګوري.

ولسمشر وویل: لوېدیځوال ۷۰ کاله کیږي چي د فلسطین د ولس په حقوقو سترګې پټوي او په افغانستان کې یې د ۲۰ کلن حضور له وژلې او تباهی پرته بل څه نه ده پرېښې.