په ټول اسلامي ایران کښې د بې پایلوټه الوتکو مانوره پیل شوه
(last modified Tue, 03 Oct 2023 07:01:15 GMT )
Oct 03, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • په ټول اسلامي ایران کښې د بې پایلوټه الوتکو مانوره پیل شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د بې پایلوټه الوتکو ګډه مانوره د یا محمد رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په رمز سره په ټول هیواد کښې پیل شوه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د بې پایلوټه الوتکو د ګډې پوځي مانورې قومندان امیر البحر حبیب الله سیاري وویل د پوځ د بې پایلوټه الوتکو ګډه مانوره نن سهار د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د څلور ګوڼه ځواکونو د منتخبو یونټونو د دوه سوه ډول ډول بې پایلوټه الوتکو په ګډون سره په جنوب کښې د  فارس خلیج له  ګرمو اوبو او له عمان سمندر څخه رانیولي د هیواد تر ختیځو ، لویدیځو، شمالي او مرکزي سیمو پورې پیل شوه.

هغه وویل په دغه پوځي مانورې کښې د ایران د پوځ ګڼ شمیر ډول ډول بې پایلوټه الوتکې په خاصو او  سختو شرایطو کښې کارول کیږي او دغه الوتکې به د څارنې د جاسوسۍ کولو ، د الیکټرونیک جنګ او جګړې په  برخه کښې وارزول شي.

د ایران پوځي چارواکي امیر البحر حبیب الله سیاری د وسلو دقت او قدرت ، د بې پایلوټه الوتکو د الوت د دوام اندازه او د بې پایلوټه الوتکو جنګي وسونه او د هدایت او د کنټرول د سیسټمنونو وړتیاوې هغه موردونه وبلل چې په دغه مانورې کښې به وازمویل او وارزول شي.

هغه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د بې پایلوټه الوتکو ګډه پوځي مانوره د دفاعي قدرت او د ایران له جوړو وسلو د ګټه د  پورته کولو او د ایران پرضد د امریکا او د اروپايي هیوادونو د وسله والو بندیزونو د بې اغیزوالي نښه ده.