Oct 04, 2023 14:56 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرجۍ د آژانس ایستل شویو مفتشانو سیاسي کړچار درلود

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د ایستل شویو مفتشانو په هکله وویل چې دغو کسانو تند سیاسي چلندونه درلودل.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د ایستل شویو مفتشانو په هکله وویل چې دغو کسانو تند سیاسي چلندونه درلودل.

د ایرنا د خبر له مخې، محمد اسلامي د کابینې د غونډې ترڅنګ د خبریالانو په ټول کښې څرګنده کړه: ایستل شوي مفتشان او څارونکي له دریو اروپايي هیوادونو وو چې په دوامداره توګه یې تیز سیاسي چلند درلود او د دغو هیوادونو متفشان هم له لیسټه لرې کړې شول.

ښاغلي اسلامي زیاته کړه: د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس په ایران کښې ۱۲۷ تایید شوي مفتشان لري او کوم کسان چې ایستل شوي دي، څو کاله کیږي چې ایران ته نه دي راغلې، له بلې خوا دغه شمیر د رسمي مفتشانو د شمیر په وړاندې هیڅ نه دی.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر ټینګار وکړ چې په دې لړ کښې فضاسازي، د دغو هیوادونو د سیاسي کړچار او رواني عملیاتو له امله ده چې پرله پسې وايي ایران دې د ایټمي موافقې مفاد په یو اړخیزه توګه ترسره کړي او هغوي دې هیڅ نه کوي.

 

 

ټیګونه