د فلسطین عملیاتو د صهیونیسټ رژیم دروغجن هیبت ثابت کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139632-د_فلسطین_عملیاتو_د_صهیونیسټ_رژیم_دروغجن_هیبت_ثابت_کړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په یوه پیغام کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د غرور رامینځته کونکو پوځي عملیاتو په مبارکۍ ویلو سره ټینګار وکړ د الاقصی د طوفان عملیاتو یوځل بیا د قدس د نیواکګر ژیم کمزوری قدرت او دروغجن هیبت ثابت کړ.
(last modified 2023-10-08T08:34:40+00:00 )
Oct 08, 2023 10:27 Asia/Kabul
  • د فلسطین عملیاتو د صهیونیسټ رژیم دروغجن هیبت ثابت کړ

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په یوه پیغام کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د غرور رامینځته کونکو پوځي عملیاتو په مبارکۍ ویلو سره ټینګار وکړ د الاقصی د طوفان عملیاتو یوځل بیا د قدس د نیواکګر ژیم کمزوری قدرت او دروغجن هیبت ثابت کړ.

د فلسطین مقاومت جنګیالیو پرون په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد له غزې تړانګې څخه هراړخیزه او بې ساري عملیات پیل کړل؛ داسې عملیات چې د دغه غاصب رژیم په پینځه اویا کلن عمر کښې یې ساری نه درلود او صهیونیسټان یې زیات ویرولي دي.

د صهیونیسټ رژیم د روغتیا وزارت نن وویل تراوسه د دغه اسرائیلو رژیم درې سوه پنځوس کسان وژل شوي او پینځلس سوه نوي نور ژوبل شوي دي چې دوه سوه درې نوي پکښې مرګي حاله دي او نولس بیخي مرګ ته نږدې دي.

نوي راپورنه وايي چې د اسرائیلو په درې سوه پنځوس کسانو وژل کیدا سربیره چې دیرش پولیس هم پکښې شامل دي نولس سوه اسرائیلیان ژوبل شوي او د جاسوسۍ ادارې موساد درې غړي هم نیول شوي دي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په یوه پیغام کښې وویل په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژیم د مرکزونو او د استحکاماتو پرضد د  الاقصی د طوفان په نوم د فلسطیني مبارزانو ترکیبي او له غرور څخه ډک پوځي عملیاتو یوځل بیا د نیواکګر رژيم کمزوری قدرت او له دروغو ډک هیبت ټولو ته ثابت کړ.

هغه زیاته کړه د فلسطین د مقاومت جنګیالیو په دغو ناڅاپه عملیاتو کښې چې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه یې د صهیونیسټ رژیم د مرکزونو پرضد پلان کړي وو تر ظلم لاندې د یوه کړیدلي ملت د مقاومت ځلانده صحنې نندرې ته وړاندې کړې.

د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري ډاګینه کړه که چیرې یوه ورځ د فلسطین بې دفاع ملت د ځان د دفاع لپاره یوازې کاڼي لرل خو نن سبا فلسطیني مبارزان داس وس او ودې ته رسیدلي دي چې په یو لړ پیچلي ترکیبي عملیاتو کښې د زرګونو راکټونو او د توغندیو په ویشلو سره صهیونیسټي دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړي او د هغه هوايي دفاعي سیسټم او د وسپنیزې ګونبسې سیسټم مسخره کړي.

هغه ټینګار وکړ ډیر زر به یوه ورځ د فلسطین ځوانان الاقصی جومات د صهیونیسټي دښمن له نیواکه ازاد کړي.

دغه راز د نړۍ د سیاسي چارو  مشهور کارپيژاند او خبریال عبدالباري عظوان وویل چې د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو له زرو څخه زیات کسان روغ نیولي دي

د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې د اسرائیلو په بریدونو کښې تراوسه درې سوه دیارلس فلسطینیان شهیدان شوي او نولس سوه نوي نور ژوبل شوي دي.

په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو بریدونه 

 

.

په اسرائیلو غاصب رژیم د فلسطینیانو راکټي بریدونه