د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.
د فلسطین د «الاقصی د طوفان» د جنګ په دریمه ورځ او له دغو ګونګوسو سره په یوخت چې صهیونیسټان په غزې تړانګې باندې د ځمکنې حملې پلان لري د فلسطین د مقاومت مشرانو د اسرائیلو رژیم ته وویل چې فلسطین د جنګیالیو درې لکه کسیز چمتو پوځ لري.
له دې سره په یووخت د فلسطین مقاومت ځواکونه د صهیونیسټ رژیم شمالي سیمو ته په نفوذ کولو بریالي شوي دي داسې پیښه چې د صهیونیسټانو ویره او غصه یې رامینځته کړي ده.
د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ او د امریکا د ولسي جرګې د مشرۍ په هکله شخړه روانه ده او د کانګرس استازي «مارجري ټیلورګرین»وویل واشنګټن په جدي ډول په کمزوري دریځ کښې ورغلی دی.
هغې د فاکس نیوز ټیلي ويژن د مجري دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا د ولسمشرۍ انتخابات به د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطینیانو د مرګونو حملو په خاطر چټک شي وویل هو مونږ په جدي ډول په کمزوري حالت کښې یوو.
د عراق حشد الشعبي ځواکونو د هیواد په شمال لویدیځ کښې په موصل کښې د داعش ترهګرې ډلې د پاتې شونو پرضد پراخ عملیات ترسره کړل.
سره له دې چې صهیونیسټ رژیم کوشش کوي ځان په مظلوم ښودلو سره خپله څیره له یوه نیواکګر رژیمه بدله کړي خو له دې سره په یووخت د الاقصی د طوفان بریالیو عملیاتو د فلسطین له خلکو او د غزې تړانګې له وسیدونکو سره د همدردۍ لپاره نړیوال ملاتړونه رامینځته کړي دي.
له لندن څخه رانیولي تر نیویارک پورې خلکو د فلسطین د خلکو په ملاتړ کښې مظاهرې کړي دي.
د ۲۰۲۳ د ماتي نه خوړونکو وروڼو په نوم سره د ډله ئیز امنیت د تړون د غړیو هیوادونو پوځي مانوره له پرون څخه د قیرغیزستان هیواد په «ایسیک کول» سیمه کښې پیل شوي ده.
که څه هم داسې ښکاري د اسرائیلو اپارتايیډ رژیم نه غواړي په دغو خواشینونکو حالاتو کښې د لبنان له اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله جنګ وکړي خو د حزب الله د ځواکونو او د نیواکګر صهیونیسټ رژیم د پوځیانو ترمینځ په نیواکي ټاټوبو او د لبنان په سرحدونو کښې جنګ او ډزې روانې دي.
()
اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.
()
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند بیګا له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د اوږدې مودې جنګ لپاره د فلسطین د مقاومت لوړ توان په اعلانولو سره وویل حماس غورځنګ له اسرائیلو سره اوربند کولو ته تیار دی.
د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په یوه راپور کښې ادعا وکړه سعودي عربستان د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د نظر د جلبولو او له ریاض سره د واشنګټن د پوځي تړون د لاسلیک کولو لپاره د تیلو تولید زیاتوي.
د عراق د الحشد الشعبي ځواکونه بریالي شول چې په الانبار ولایت کښې د داعش ډلې په مرکزونو باندې حملې کښې د دغه ټروریسټي ډلې یو مهم مشهور مشر ونیسي.
ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د الاقصی د طوفان له عملیاتو او د دغو عملیاتو په ترسره کولو کښې د ایران د رول په هکله د بې اساسه ادعاګانو له مطرح کیدا وروسته د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال «چارلز کیو براون» دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې په دې زمینه کښې د ایران لپاره څه پیغام لرئ وویل ایران د فلسطین په جنګ کښې ځان ښکیل نکړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوریل اوکراین ته د امریکا د مرستو په احتمالي غوڅیدا باندې د دغه اتحادیې اندیښنه اعلان کړه.
د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون»د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس لخوا د الاقصی د طوفان عملیاتو او په غزې تړانګې کښې د فلسطین د غیر پوځي هدفونو پرضد د صهیونیسټ رژيم غچ اخیستونکو حملو ته غبرګون وښود او ویې ویل زه د فلسطینیانو ملاتړ اعلانوم.
هغه د فلسطین د ملت د ملاتړ په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې فلسطینیان د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
چین په اټومي وسلو د سمبالو سمندري اوبتلونو چې معلومول یې سخت دي د نوي نسل د جوړولو کار پیل کړ او هیله کیږي چې دا د لومړي ځل لپاره د امریکا او د هغې د متحدانو د زیاتو هڅو لپاره یو چیلنج ووسي.
د جرمني واکمن سوشل ډیموکراټ ګوند د «هسن» او د «بایرن» په ایالتونو کښې په ځايي انتخاباتو کښې ماتي وخوړله او د صدر اعظم اولاف شولټس محبوبیت کم شو.
په اروپايي اتحادیې کښې د ارمنستان سفیر «ټیګران بالایان» وویل اټکل کیږي چې اذربایجان جمهوریت په راتلونکو اونیو کښې په ارمنستان حمله وکړي.
هغه د بیلجیم له یوې مجلې سره په مرکه کښې وویل د نړیوالو قواننیو احترام کولو کښې د اذربایجان جمهوریت ژمنې له مینځه تشې دي.
()
د تهران راډیو عزتمنو لوستونکو اوس به د ځینو خارجي ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
()
د بریتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼې وویل د افغانستان هرات ولایت ته له خونړۍ زلزلې ۳۶ ساعته وروسته هم کومه الوتکه او نړیوال مرستندویان ونه رسیدل
انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په لویدیځ کې د شوې زلزلې د تلفاتو د زیاتېدو او د ژغورنې د عملیاتو په اړه یو مطلب خپور کړی.
ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې نړیوالو په روان کال کې په سوریه، ترکیه او مراکش کې د زرګونه کسانو له مړینې وروسته له دې هېوادونو سره مرستې ته وردانګل، خو د نړۍ په ډېر بیوزله هېواد- افغانستان کې د طالبانو چارواکي له زلزلې څو ورځې وروسته وايي چې ګڼ خلک لاهم تر کنډوالو لاندې دي.
انډیپنډنټ زیاتوي، د طالبانو د حکومت د اقداماتو او ترڅنګ یې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ روان کړکېچ ته د نړیوالو د پاملرنې د اوښتو له وجې تراوسه هم افغانستان ته مرستې نه دي رسېدلي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې پر دې زلزلې د ۳۶ ساعته له اوښتو وروسته تراوسه زلزلې ځپلي هرات ته کومه الوتکه یا نړیوال مرستندویان نه دي رسېدلي.
انډیپنډنټ د زلزلې ځپلې زنده جان ولسوالۍ یوه ویډیو هم خپره کړې، چې هره خوا پکې د زلزلې په نتیجه کې ړنګ شوي کلیوال خټین کورونه ښکاري.
واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په یو تصویري مطلب کې د افغانستان د لویدیځ د زلزلې یو انځور وړاندې کړی.
د مطلب عنوان دی، د افغانستان په زلزله کې زرګونه کسان مړه او کورونه ړنګ شوي دي.
په یو عکس کې د «زنده جان» ولسوالۍ کلیوالې ښځې په تیاره رنګه جامو او پوړنو کې ښکاري، چې د زلزلې له ویرې بهر راوتلي او ډله ولاړې دي.
په یوه بل تصویر کې ژغورونکي د یوه ټپي د لېږد په حال کې لیدل کېږي. یو بل تصویر ویجاړ کورونه او د کلي کنډوالې ښکاروي.
یو تصویر یو شمېر کسان، د قبرونو د کیندلو او یو بل، یوه ډله نارینه له خپلو کورونو بهر، د جَمعې د لمانځه په حال کې ښيي.
نور تصویرونه هم هغه بوږنوونکی وضعیت بیانوي، چې د سیمې خلک ورسره مخامخ دي.
واشنګټن پوست له دې مطلب سره لیکلي، چې د طالبانو چارواکي داسې ښيي چې ګنې دوی پر وضعیت پوره کنټرول لري.
جاپانۍ ورځپاڼې مودرن توکیو ټایمز لیکلي، چې معلومه نه ده د افغانستان په زلزله کې به دقیقا څومره کسان مړه شوي وي ځکه چې د تلفاتو په اړه بېلابیل راپورونه ورکول کېږي.
ورځپاڼه د افغانستان لپاره د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا له قوله لیکي، چې نوموړی وايي د دې زلزلې د خبر په اورېدو سخت خواشینی شوی دی.
مودرن توکیو ټایمز د ملګروملتونو د سرچینو په حواله لیکي، چې سیمه ایز چارواکي او مرستندویان فکر کوي د تلفاتو شمېر ښايي زیات شي ځکه چې تراوسه هم د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او دا امکان شته چې د ویجاړو ودانیو تر کنډوالو لاندې یوشمېر خلک پاتې وي.
()
د تهران راډیو زړه ته رانږدې لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ