په روسیې کې د دینې عالمانو څخه د ایران د سفیر غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139890-په_روسیې_کې_د_دینې_عالمانو_څخه_د_ایران_د_سفیر_غوښتنه
په مسکو کې د ایران سفیر د دې هیواد د عالمانو د شورا له مشر او د مسلمانانو د چارو له رئیس سره، د صهیونیست رژیم له لورې  د فلسطین د بې دفاع ولس د عام وژنې په هکله خبرې وکړې.
(last modified 2023-10-13T08:21:54+00:00 )
Oct 13, 2023 12:49 Asia/Kabul
  • په روسیې کې د دینې عالمانو څخه د ایران د سفیر غوښتنه

په مسکو کې د ایران سفیر د دې هیواد د عالمانو د شورا له مشر او د مسلمانانو د چارو له رئیس سره، د صهیونیست رژیم له لورې  د فلسطین د بې دفاع ولس د عام وژنې په هکله خبرې وکړې.

په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي د روسیې د دینې عالمانو له مشر راویل عین الدین سره په خبرو کې په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بمباریو او په فلسطینیانو د اوبو، برېښنا او خوراکې توکو د بندون او له فلسطین څخه په ملاتړ کې د روسیې د ولسمشر پوټین د مناسب دریځ په هکله خبرې وکړې او د روسیې د مسلمانانو له لورې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو د غندنو غوښتونکی شو.

 مفتی عین الدین د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په غندلو سره وویل:  دغه جنایات به د مسلمانانو د یووالې لامل شي او د اسرائیل د رژیم موجودیت تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه وویل چي د روسیې مسلمانان له فلسطین څخه د ملاتړ په ترڅ کې په دې باور دي چي د اسرائیل د رژیم د ۷۵ کلن زور زیاتي او ظلم ټغر په دېر ژر ټول شي او دا رژیم به له مینځه لاړ شي.