له فلسطین څخه د مسلمانو ملاتړ د ستاینې وړ دی
(last modified Sat, 14 Oct 2023 00:03:29 GMT )
Oct 14, 2023 04:33 Asia/Kabul
  • له فلسطین څخه د مسلمانو ملاتړ د ستاینې وړ دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب «ایت الله سید احمد خاتمي»د فلسطین له خلکو د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د مسلمانو ملاتړ او پاڅون یوه مبارکه او د ستاینې وړ ښکارنده وبلله کومه چې د اسلامي ویښتیا ورایښت دی.

هغه د فلسطین د تیرو ورځو بدلونونو ته په اشارې سره وویل د خدای پاک  ج په فضل سره به د فلسطین غزې تړانګه اباده شي او اسرائیل به د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ژمنې پراساس  له پینځودیرشو کلونو څخه مخکې له مینځه ولاړ شي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د فلسطین له مظلومانو په ملاتړ کښې د ایران د مسلمان ملت د پرون ورځې پرتمینه لاریونونو ته په اشارې سره وویل د فلسطین له نیواک راپدیخوا  د طوفان الاقصی عملیات بې ساري دي ، نه یوازې کم ساري دي او باید هیڅ شک ونکړئ چې دغه شرایط خبره هغه لور ته بیايي چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه فرمايي اسرائیل به راتلونکي پینځه دیرش کلونه ونه ویني.

ایت الله خاتمي ټینګار وکړ هغه څه چې همدا اوس رامینځته شوي دي یوازې صهیونیسټ رژیم ته د فلسطین د مقاومت د جبهې یوه پیاوړي څپیړه ده او اسرائیلو په غزې تړانګې باندې اوبه بند کړې ، بریښنا یې ورته غوڅه کړه او په سلګونو انسانان یې ووژل او که چیرې وغواړي دغو جنایتونو ته دوام ورکړي شک ونکړي چې نورې سختې څپیړې به هم وخوري.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله خاتمي زیاته کړه د ایران ستر ملت هماغه راز د خپلو اعتقادې بنسټونو پراساس څلور  څلویښت کاله کیږي چې د فلسطین له مظلومانو ملاتړ کوي دنیا ته اعلانوي د قدس شریف تر ازادۍ او خپلو کورونو ته د مظلونو فلسطینیانو تر بیرته ستنیدا پورې د هر فسطیني یوې رایې شعار سره به اسلامي ایران د مظلومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

ټیګونه