طالبانو د تخار په اعتراضاتو کښې د ۴ کسانو وژله تایید کړه
طالبانو ویلي چې د تخار ولایت په اعتراضونو کښې څلورو کسانو سرونه بایلل.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته تاییده کړه چې د تخار په چاهِ آب ولسوالۍ کښې د معدن د استخراج په سر نښته کښې ۴ کسان وژل شوي دي.
د هغه په وینا، په تخار کښې د طالبانو مرستیال والي د دې پيښې د څیړنې په مخه د پيښې ځاې ته ورغلی دی.
د دغې سیمې خلک په طالبانو پورې د اړونده شرکت له خوا د سرو زرو له معدنونو د بې خرته استخراج او د اوبو د سرچینو د خرابولو په وجه راغونډ شوی او اعتراض یې وکړ چې د طالب وسله والو په غبرګون سره، نښته پیل شوه.
هغه زیاته کړې ده چې د معدن د استخراج د شرکت کار بند شوی او تحقیقات روان دي.
سرچنو آمو ته ویلي دي چې په دغې نښتې کښې پنځه تنه ځايي اوسیدونکي او یو د شرکت کارکوونکی وژل شوي دي او ۱۶ نور ژوبل دي.