قدس او له فلسطینی ملته ملاتړ،د اسلامی نړۍ وحدت بخښونکی ترټولو مهم عنصردی
حمید شهریاري ووئیل،حماس پخپلو وروستیو عملیاتو سره اثبات کړې ده چې د فلسطین نجات ددرستو اسلامی هیوادونو په هراړخیز ملاتړ سره ممکن او لاس ته راوړونکی دی.
د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاری په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،قدس او له فلسطیني ملت څخه ملاتړ د اسلامی نړۍ یو ترټولو مهم وحدت بخښونکی عنصر دی چې باید اسلامی امت ورته جدي پام وکړي.
حمید شهریاري دغه راز ووئيل،مقاومت او د فلسطین موضوع په اسلامی نړۍ کې د مسلمانانو د وحدت اونزدیکت د خبروترټولو اصلی چورلیز دی چې انصافاد فلسطین مقاومت په ښه ډول په میدان کې راڅرګندشوی دی.
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي زیاته کړه ، صهیونیسټي رژيم په ځوړتیا دی او نابودي ئې ډيره نزدې شوې ده او ددې شاهدان به ووسو چې د طوفان الاقصی عملیاتو د دغه وحشی رژيم ګوزارخوړنه او دبنیادونو نړیدا ئې اثبات کړې ده . شهریاري همداراز و،ئیل، دفلسطین موضوع باید هیڅکله هم له یاده ونه وځي او ضرورت دی چې د اسلامی نړۍ اصلی مسئله پاتې شي او مسلمان ملتونه دې دقدس شریف د آزادۍ لپاره جدي هڅه وکړي.
حمید شهریاري همدرااز ووئیل،حماس پخپلو وروستیو عملیاتو سره اثبات کړې ده چې د فلسطین نجات ددرستو اسلامی هیوادونو په هراړخیز ملاتړ سره ممکن او لاس ته راوړونکی دی.