د فلسطین مقاومت ډلې د فیصلو په ترسره کولو کښې خپلواکه دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د فلسطین د مقاومت ډلې په فیصلو ترسره کولو او تشخیصولو کښې خپلواکه دي ټينګار وکړ د صهیونسیټانو د تیریو په مقابل کښې د مقاومت ډلو لخوا هر اقدام او د دوې جایزه دفاع باید د ټولو هیوادونو لخوا تائید شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلي فوني خبرو کښې د جنګونو د بندولو لپاره د ایران د رول د لوبولو او په سیاسي بهیر کښې د مقاومت ډلو د ګډون په هکله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز ته په ځواب کښې وویل د فلسطین ملاتړ کول د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی خو مقاومت ډلې د فیصلو په ترسره کولو او تشخیصولو کښې خپلواکه دي.
د ایران ولسمشر د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو او د فلسطینیانو د نسل وژنې په غندلو کښې د روسیې دریځونه مثبت وبلل او زیاته یې کړه ایران هیله لري چې ټول هیوادونه او نړیوالې ټولنې او دغه راز روسیه د ملګروملتونو د امنیت شورا د دائمي غړي په توګه د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو د بندولو په زمینه کښې لا اغیز شیندونکي رول ولوبوي.
ابراهیم رئیسي دې خبرې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژیم چارواکي کوشش کوي د وروستیو پیښو مسوولیت په نورو هیوادونو باندې ورواچوي وویل د «طوفان الاقصی» عمیاتو جرړه باید د فلسطین د ملت پرضد پینځه اویا کلن ظلم ، د فلسطین د خلکو د سپيڅلتیاو او د ولس په سپکاوي، وژلې ، اپارتائیډ او جنایت کښې ولټوو.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز له صهیونیسټ رژیم څخه په پټو سترګو ملاتړ کښې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا کړچار په غزې تړانګې کښې د نسل وژنې د زیاتولو او د دوام لپاره د صهیونیسټانو هڅونکی وباله او ډاګینه یې کړه هغه ستره غمیزه چې همدا اوس په سیمه کښې د رامینځته کیدا په حال کښې ده د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د نورو لویدیځو ملاتړو هیوادونو په ماتي د محکومو سیاستونو نتیجه ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اوسني کړکیچ د رامینځته کیدا د دلایلو په هکله د روسیې شننه د ایران په شان ده وویل په یوې داسې سیمې( غزې ) باندې چې کابو دوه میلیونه خلک هلته وسیږي د صهیونیسټ رژیم پراخې حملې هیڅ توجیه نلري او دغه بریدونه باید زر بند شي.
ولادیمیر پوتین په دې خبرې سره چې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو ترسره کول له پوځي او انساني پلوه درانه لګښتونه او اغیزونه لري وویل امریکا هڅه وکړه په یوازې ځان د فلسطین د مسلې د حل لپاره د خپلې خوښې وړ سټراټيژۍ مخ ته بوځي خو ماتي یې وخوړله او روسیه هم نورو سیمو ته د غزې تړانګې د اوسنیو جنګونو د لمن په پراخیدا اندیښمنه ده.