د اسرائیلو د دړې وړې کیدا لومړۍ مرحله پیل شوي
Oct 17, 2023 01:01 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د طوفان الاقصی ویاړ رامینځته کونکو پوځي عملیاتو ته په اشارې سره دغه عملیات د صهیونیسټ جعلي رژیم د ژر د دړې وړې کیدا لومړنۍ مرحله وبلله.
هغه په دې خبرې سره چې نن سبا د صهیونیسټ رژیم جعلي هویت معلوم شوی او هغه له مینځه ډډ دی وویل طوفان الاقصی هغه تر ټولو نوي پیښه ده چې د دښمن سټراټيژیک نظام یې له سیاسي او امنیتي زلزلې سره مخامخ کړی دی.
حسین سلامي وویل نن سبا صهیونیسټ رژیم د ټولو خلکو د اعتراف پراساس نه یوازې ماتي خوړونکی بلکې سپک شوی دی او حماس غورځنګ په یوازې ځان او په بل کوم قدرت باندې له تکیې کولو پرته د اسرائیلو رژيم له سترې ماتي سره مخامخ کړی دی.
ټیګونه