اسلامي هیوادونه باید د اسرائیلو جنایتونه وغندي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال «محمد مخبر» د اسلامي هیوادونو لومړیو وزیرانو او خپلو هم څنګانو ته په یوه پیغام کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا نسل وژنه وغندله او د فلسطین له مظلومو خلکو سره د مرستو کولو لپاره یې د اسلامي دنیا د پیوستون پرضرورت ټینګار وکړ.
هغه په دغه پیغام کښې ولیکل د قدس نیواکګر رژیم د نړیوالو ټولنو د چوپتیا په سیوري کښې د فلسطین د ماشومانو، ښځو، ناروغانو او حتی خبریالانو په وژلو او د اوبو د رسولو د چیلنونو ، د روغتونونو ، پناه ځایونو په شان د ټولو ښاري امکاناتو په تباه کولو او د بریښنا او د ارتباطاتي لیکو په غوڅولو سره د یوې سوي ځمکې د رامینځته کولو او د غزې تړانګې د نیولو او د دغه سیمې د ټولو مظلومو وسیدونکو په ظالمانه ډول د ایستلو نیت لري.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر وویل انساني شرافت او بشري وجدان دغه حکم ورکوي چې په چټکۍ سره د دنیا ټول هیوادونه د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو لپاره د جنګي جنایتونو په چټکې سره د بندولو هڅه وکړي.
د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو او بمباریو کښې تراوسه څه د پاسه دوه زره اته سوه اته بې دفاع فلسطینیان چې اکثره پکښې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او لس زره او اته سوه نهه پنځوس نور ژوبل شوي هم دي چې ډیرې پکښې مرګي حاله دي.
ویل کیږي چې د فلسطین کابو زر ښاریز همدا اوس د ورانیو شویو کورونو او ودانیو تر کنډوالو لاندې پراته دي او د ژوندي پاتې کیدا یې هڅ څرک نه لیدل کیږي.