د غزې تړانګې پرضد د اسرایلو ظلمونه باید بند شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د مالیزیا د باندنیو چارو وزیر «زمبري عبدالقادر» پرون د فلسطین د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې وکړې.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د انساني حالاتو خرابیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژيم لخوا د فلسطین د ملکي خلکو پرضد د جنګي جنایتونو دوام او نسل وژنه هیڅ حد نلري او د اسرائیلو رژیم د غزې تړانګې د ماشومانو روغتون په فاسفورس لرونکو بمونو سره تباه کړی دی او په روغتون کښې بستري ماشومان یې وژلي دي.
هغه په جده کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د اجرايي شورا په غونډې کښې د ګډون لپاره د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې وویل حاضردمه تر ټولو مهمه موضوع د غزې سیمې د ملکي وګړو پرضد د جنګي جنایتونو بندول او د انساني کلابندۍ پاې ته رسول دي.
د مالیزیا خارجه وزیر هم د فلسطین د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو وژله وغندله.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د تیونس د خارجه چارو له وزیر« نبیل عمار» سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ مقاومت ځواکونه د صهیونیسټ رژیم جنګ غوښتنو ته د ځواب د ورکولو لپاره بشپړه چمتووالی لري.
د تیونس خارجه وزیر نبیل عمار هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د تیونس د دریځونو یوشان بللو ته په اشارې سره په تر ټولو لنډ ممکن وخت کښې په فلسطین کښې د ملکي وګړو د وژلې د ختمیدا پرضرورت ټینګار وکړ.
دغه راز د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د پارلماني اتحادیې د پارلمانونو د مشرانو په ځانګړي غونډې کښې وویل غزې ته ورننوتل به د صهیونیسټ رژیم لپاره د جهنم دروازې پرانیزي.