د اسرائیلو د رژيم جنایتونه دې باید زر بند شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140208-د_اسرائیلو_د_رژيم_جنایتونه_دې_باید_زر_بند_شي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري د روسیې او د قطر له دفاع وزیرانو سره په ټيلي فوني خبرو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام او په غزې تړانګې کښې د فلسطین خلکو ته د مرستو د رسولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-10-19T07:36:24+00:00 )
Oct 19, 2023 12:00 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د رژيم جنایتونه دې باید زر بند شي

مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري د روسیې او د قطر له دفاع وزیرانو سره په ټيلي فوني خبرو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام او په غزې تړانګې کښې د فلسطین خلکو ته د مرستو د رسولو غوښتنه وکړه.

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري د روسیې له دفاع وزیر ډګر جنرال «سرګي شویګو» سره په  خبرو کښې په غزې تړانګې کښې د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د  جنایتونو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د طوفان الاقصی عملیات د جایزې دفاع د حق په چوکاټ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو د مبارزانو اقدام، له نیواکګرۍ مقابله کول او د فلسطین د خلکو پرضد د څه د پاسه اویا کاله  د جنایتونو، ظلمونو او د ځپنې نتیجه او د فلسطین د خلکو پرضد او په الاقصی جومات کښې د اسرائیلو د ظالمانه کړچارونو پایله ده.

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري وویل د ایران اسلامي جمهوریت په سخته د ملکي وګړو پرضد د وحشیانه او د پراخو کړکیچونو په دوام اندیښمن دی او دا ډول څاروي ډوله کړچار به د زغملو وړ نه وي او خپلواکه حکومتونه باید  هغه ته جدي غبرګون وښيي.

هغه وویل د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام او له دغه رژیم څخه د ځینو هیوادونو نیغ په نیغه مرستې او ملاتړونه د حالاتو د  لا پیچلي کیدا سبب شوي دي او جنګ ته د نورو هیوادونو د ورګډیدا سبب کیدلای شي.

د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري دغه راز د قطر له دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ځان د دفاع لپاره د فلسطین د مقاومت ډلو د اقدام په جایز بللو سره د فلسطیني مبارزانو وروستی اقدام د فلسطینیانو په ناموسونو باندې تیري او په الاقصی جومات کښې د مسلمانانو سپیڅلتیاو ته د صهیونیسټ رژیم سپکاویو او د خلکو ځپلو ته ځواب وباله او ویې ویل د دغو جنایتونو په لیدلو سره د مسلمانانو چوپتیا د توجیه وړ نه ده او د دغو وحشي ګریو په دوام سره د مقاومت ډلو لخوا د هر ډول غبرګون امکان شته.