په قفقاز کښې د سولې او د ملګرتیا وخت رسیدلی
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د درې جمع د درې فورمیټ(format) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کښې وویل په جنوبي قفقاز کښې جنګ پاې ته رسیدلی او حاضردمه په قففاز سیمه کښې د سولې، د ملګرتیا او د پرمختګ وخت رارسیدلی دی.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د درې جمع درې د فورمیټ د خارجه وزیرانو د لومړنۍ غونډې د پرانیستلو په مراسمو کښې چې د روسیې ، د اذربایجان جمهوریت د ارمنستان او د ترکیې د خارجه وزیرانو په ګډون سره وشوه په وینا کښې په دغه غونډې کښې ګډون کونکو ته د هرکلي ویلو په ترڅ کښې وویل زه لومړۍ د فلسطین د ټولو شهیدانو ماشومانو او ښځو روح ته چې نن سبا د صهیونیسټ رژیم د نسل کشۍ په نوم په سپیرو ښکاروندو سره د بشري حقوقو له سترې خلاف ورزۍ او بمباریو سره مخامخ دي احترام وړاندې کوم.
هغه وویل هر انسان د فلسطین د ملکي وګړو او د ښځو او د ماشومانو د وژلې د بوږنونکو صحنو له لیدو اغیزمن کیږي او په دغه ټاکونکي او حساس وخت کښې ضروري ده نړیواله ټولنه باید د ملکي وګړو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو پرضد د جنګي جنایتونو د سمدستي بندولو، د کلابندۍ د ختمولو او غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د رسیدا او د غزې تړانګې د خلکو په زوره له شړلو سره د جدي مخالفت د کولو په هکله د اسرائیلو جعلي رژیم ته متحد او پیاوړی پیغام واستوي.