-
د دهلېزونو خبرونه| د طبیعي ګازو او قیرو د ټرانزیټ پر سر د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت هوکړه
Feb 03, 2026 13:53پارسټوډې - ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت پر دې هوکړې ته سره رسېدلي چې مایع طبیعي ګاز (LNG) او طبیعي قیر د اذربایجان د خاورې له لارې ولېږدول شي.
-
ایران د سیمې له هر ډول ژئوپولیټیکي بدلون سره مخالف دی
Aug 31, 2025 04:08د ملي امنیت عالي شورا او د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر رهبر سلاکار پرون سهار د ارمنستان د ملي امنیت عالي شورا له سکرټر آرمن ګریګوریان سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
په سیمې کې سوله د ایران لپاره یو سټراټیژیک لومړیتوب دی
Aug 20, 2025 02:16د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ولسمشر مسعود پزشکیاند ارمنستان له لومړي وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې وویل چې د ایران لپاره په قفقاز کې سوله یو سټراټیژیک لومړیتوب دی او مونږ د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د سولې خبرو ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت تل په دې ټینګار کړی چې په قفقاز سیمې کې د نړیوالو پولو بدلون نه مني او باور لري چې دا سیمه باید د جیو-پولیټیکي سیالیو ډګر ونه ګرځي.
-
د بهرنیو ځواکونو شتون د سیمې سیاسي او امنیتي معادلې پیچلې کوي
Jan 10, 2025 10:45د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: د بهرنیو ځواکونو شتون په سیمه کې د سیاسي او امنیتي مسایلو د پیچلتیا سبب ګرځي.
-
رئیسي د سیمې په پولو او سیاسي جغرافیه کې د بدلون د نه منلو په اړه، د تهران پر ټینګ درېځ ټینګار وکړ
Mar 08, 2024 11:08د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ارمنستان له دفاع وزیر سره په کتنه کې، د سیمې په پولو او سیاسي جغرافیه کې د بدلون د نه منلو په اړه، د تهران پر ټینګ درېځ باندې په ټینګار سره، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو واکمنه قاعده، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د پردیو نه مداخله کول وبلل.
-
ایران هیڅکله هم د جغرافیائي پولو بدلول نه مني
Jan 31, 2024 02:55د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکو اړیکو د شورا مشر ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د ټولو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت او خپلواکۍ ملاتړ کوي او د جغرافیائي پولو بدلیدا هیڅکله هم نه مني.
-
په قفقاز کښې د سولې او د ملګرتیا وخت رسیدلی
Oct 24, 2023 00:46ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د درې جمع د درې فورمیټ(format) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کښې وویل په جنوبي قفقاز کښې جنګ پاې ته رسیدلی او حاضردمه په قففاز سیمه کښې د سولې، د ملګرتیا او د پرمختګ وخت رارسیدلی دی.
-
نوي کال کې به نور د ناګورنو قرهباغ په نامه جمهوریت نه وي
Sep 29, 2023 02:26زمونږ خبریال راپور راکړی د ناګورنو قرهباغ د بېلتونپالو مشر رسماً د بشپړې خپلواکۍ لپاره خپله مبارزه پای ته ورسوله.