ایران هیڅکله هم د جغرافیائي پولو بدلول نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145516-ایران_هیڅکله_هم_د_جغرافیائي_پولو_بدلول_نه_مني
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکو اړیکو د شورا مشر ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د ټولو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت او خپلواکۍ ملاتړ کوي او د جغرافیائي پولو بدلیدا هیڅکله هم نه مني.
(last modified 2024-01-30T22:27:36+00:00 )
Jan 31, 2024 02:55 Asia/Kabul
  • ایران هیڅکله هم د جغرافیائي پولو بدلول نه مني

د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکو اړیکو د شورا مشر ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د ټولو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت او خپلواکۍ ملاتړ کوي او د جغرافیائي پولو بدلیدا هیڅکله هم نه مني.

ایرنا خبری  آژانس راپور راکړ،  کمال خرازي  چې  دا رمنستان په سفر تللی ، پرون ناوخته ئې د اوربلی څيړنیز او تحلیلي مرکز کې ددغه هیواد د متفکرانو او شخصیّتونو په ټول کې  دایران او ارمنستان  دوستانه او تاریخي  اړیکو ته په  اشارې سره په قفقاز سیمې کې روانو حالاتو ته اشاره وکړه او وې وئيل، ددغې سیمې ناکراري او ناپايداري  په ځان پسې ډيرې ترینګلتیاوې لري .

د ایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا مشر  د قفقاز سیمې  اقتصادي ظرفیّتونو ته په اشارې سره  ووئيل ،  اسلامی ایران  د شمالي،جنوبی ، ختیځي او لویدیځي  ټرانسپورټي لارو د ګنډونکي چورلیز په توګه چمتو دی ، خپل علمی او اقتصادي ظرفیّتونه ددغې سیمې د پرمختګ او پراختیا په خدمت کې وړاندې کړي.  

کمال خرازي د سیمې هیوادونو ته د پړاویز سفر په دوام کې ارمنستان ته په سفر تللی  او ددغه هیواد له لومړي وزیر نیکول پاشینیان  او خارجه وزیر آرارات میرزویان  پشمول له لوړپوړو چارواکو سره ئې هم لیده کاته کړي دي .