د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د یوه اقتصادي پلاوي سفر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141078-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_ته_د_افغانستان_د_یوه_اقتصادي_پلاوي_سفر
د افغانستان اقتصادي پلاوی د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ د پراختیا د لاروچارو د څیړنې په موخه تهران ته سفر راکړی دی.
(last modified 2023-11-06T06:45:35+00:00 )
Nov 05, 2023 12:33 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د یوه  اقتصادي پلاوي سفر

د افغانستان اقتصادي پلاوی د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ د پراختیا د لاروچارو د څیړنې په موخه تهران ته سفر راکړی دی.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر د وړومبي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه ۳۲کسیز پلاوي کښې د دغه هیواد د مالیې، ټرانسپورټ، هوايي چلند او تجارت وزیران شتون لري. تهران ته د دغه پلاوي سفر د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هراړخیزو اړیکو د ژورولو لپاره د طالبانو د ګروهنې نښه ده.

ایران او افغانستان په کال کې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پراخې سوداګریزې اړیکې لري، چې زیاتره یې غیر رسمي او د قاچاق په بڼه دي چې په رسمي احصایو کې یې یادونه نه ده شوې، نو له همدې امله ایران له طالبانو هیله کوي، چې له ایران څخه د تیلو او شیانو د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د سیاسي مسایلو کارپوه "اکرم عارفي" په دې اړه وايي: "افغانستان په داسې حال کې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، چې په دې وروستیو کې نړیوالو ټولنو د افغانستان اقتصاد مخ په زوال بللی دی. دا په دې معنا ده چې د افغانستان د اقتصاد جوړښت ته باید داسې اړمنو ورکړې شي چې په خپلو پښو ودریږي او په سیمه ییزو مرستو خپل شرایط ښه کړي.

خو د چابهار د ستراتیژیک بندر له ظرفیت څخه ګټه اخیستنه او د خواف – هرات د اورګاډي له لارې د سوداګریزو مالونو لېږدول نه یوازې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره خورا مهم ډګر دی، بلکې له نړیوالو بازارونو سره د افغان سوداګرو د نښلولو لپاره هم اسانتیاوې برابروي.

ایران د ښه ګاونډیتوب او د تمدن د ډګر د پیاوړتیا پر بنسټ د چابهار نړیوال بندر له لارې افغانستان ته د عمان سمندرګي ته د لاسرسي زمینه برابره کړې او لا هم هوډ لري چې په دغه بندر کې د افغان سوداګرو شتون پیاوړی کړي. په ورته وخت کې د خواف- هرات رېل پټلۍ هم د افغانستان لپاره دا فرصت برابروي چې له نړیوالو بازارونو سره د ایران د اورګاډي له اتصاله ګټه پورته کړي.

خو د ایران اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ او تجارتي او مالي اړیکو د مسئلې په اړه له هر هغه سیاسي چلند سره په کلکه مخالفت کوي چې په اوږدمهال کې دغه ډول همکارۍ اغیزمنې کړي او باور لري چې ګاونډیان باید له خپلو امکاناتو څخه په استفادې سره په حقیقت کې د اقتصادي پیاوړتیا او سوداګریزې همکارۍلپاره کار واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه امین فرجاد وايي: افغانستان له ایران سره د همکاریو د پراختیا ښه ظرفیتونه لري او تمه ده چې له واقعي ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستو سره به د تهران او کابل اړیکې نورې هم پراخې شي؛ خو دا ګمان چې د طالبانو اقتصادي پلاوی له پاکستان سره د افغانستان د روانو اختلافاتو په غبرګون کښې تهران ته راغلی وي، د ایران او افغانستان په اوږدمهاله اړیکو کښې د غور وړ موضوع ده خو جوته ده چې د طالبانو هیلې نه شي پوره کولې.

په هر حال، ایران په سیمه کښې د افغاسنتان ترټولو ستر تجارتي شریک دی، په دې وجه تهران ته د افغانستان د اقتصادي پلاوي سفر چې په وروستیو دوو کلونو کښې یې مخینه نه ده لرلې، یوه مهمه او اغیزناکه مثبته پیښه ګڼله کیږي په دې شرط چې اړیکو ته کتنه، یواړخیزه نه وي او طالبان هم د دوه اړخیزو غوښتنو او تمو د پوره کولو په لړ کښې کوشش وکړي او دویمه دا چې د اقتصادي پلاوي په لیږلو کښې ایران ته د طالبانو نظر، تاکتیکي او د ناقانونه کډوالو په ایستلو کښې د پاکستان وروستي اقدام ته د ځواب په لړ کښې نه وي چې داسې ښکاري چې دا ډول تاکتیکي کړنلارې، نه یوازې د پاکستان له خوا د افغانستان تمې نه پوره کوي بلکې د ایران اسلامي جمهوریت د تمدي حوزې او د افغانستان د خلکو د ګټو په بنیاد، له دغه هیواد سره د اړیکو د پراختیا په لړ کښې ګام پورته کړي او په سیمه ایزو اړیکو باندې بشپړه احاطه لري.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی