د جي اووه ډلې اعلامیې ته د ایران د غبرګون:
په غزه کې د ماشومانو د وژنو شرموونکی ملاتړ بس کړئ
له هغه وروسته چي د جي اووه ډلې غړو هیوادونو له اسرائیل رژیم نه په ملاتړ کې د حماس غندنه وکړه د ایران د خارجه وزارت ویاند د دغې ډلې په مشرانو ږغ وکړ چي په غزې کې د ماشومانو د وژلې له شرموونکي ملاتړ څخه لاس واخلي.
تېره ورځ د جي اووه ډلې هیوادونو او اروپایي اتحادیې په جاپان کې غونډه وکړه چي د غونډې په پای کې د یوې اعلامیې په صادرولو سره، له ایران څخه وغوښتل چي د حماس او حزب الله او نورو مقاومتي ډلو ملاتړ نه وکړي او له خپل نفوذ څخه په دوی باندې دفشار د راوستلو لپاره کار واخلي څو په سیمه کې ټنشنونه کنټرول شي. د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی د جې اووه ډلې اعلامیه بې ځایه وباله او د ایران په ضد د بې ځایه تورونو د لګېدا غندنه یې وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په سیمه کې د امریکایانو او غربیانو حضور د ناامنی لامل وباله او په فلسطین او لبنان کې د مقاومتي ډلو د ملاتړ په اړه د ایران د رول لوبونې په هکله د بې ځایه تورونو په ځواب کې وویل: ایران د غزې د جنګ له پیلېدو سره سم، تل د غزې د بې ګناه خلګو د ساتنې لپاره کوښښ کړی دی.
هغه زیاته کړه: دا د حیرانتیا او د افسوس خبره ده چي د فلسطین د ولس د ټاټوبي غاصبین او د صهیونیست رژیم جوړونکی او ملاتړې چي د غزې د بې دفاع ولس په وژنه کې رول لوبوي، ځان ته د نورو د ملامتولو اجاره ورکوي او د ظالم او مظلوم د ځای په بدلولو سره، په مقاومتي ډلو باندې د تندلاریتوب تور پوري کوي.
کنعانی یادونه وکړه چي د نړیوالو دا تمه وه چي د ټوکیو په غونډه کې د جي اووه ډلې مشرانو او اروپایي اتحادیې په غزې کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو غندنه کړې وای، د صهیونیستانو له لورې د نسل وژنې له ملاتړه لاس اخیستې وای او په غزې باندې د اوربند او د محاصرې د ختمولو لپاره لارې چارې لټولې وای او په دې توګه یې په خپل نړیوال مسئولیت باندې عمل کړې وای