عبدالهیان او ګریفیتس د غزې په حالاتو خبرې وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د عمومی منشی مرستیال په جنیوا کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان او د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د عمومی منشی مرستیال مارتین ګریفیتس د غزې د مسئلې، د فلسطین له مظلومو خلکو سره د مرستو او د غزې په اوسېدونکو د صهیونیسټانو د وحشیانه حملو د بندیدو په هکله خبرې اترې وکړې.
سویس ته د ایران د خارجه وزیر سفر د غزې د خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم له خوا په دغه سیمه کښې د بې ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو د وژلې د بندولو لپاره د امیر عبداللهیان د پرله پسې هلو ځلو په لړ کښې دی.
د یادولو وړ ده چې په غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې چې د اکټوبر له اوومې نیټې پیل شوی او تر اوسه پورې دوام لری تراوسه څه دپاسه یولس زره فلسطینیان شهیدان او له ۲۹ زرو نه زیات ژوبل شوی دی .