د غزې پیښو د خلکو لپاره ډیر پټ حقایق راښکاره کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141806-د_غزې_پیښو_د_خلکو_لپاره_ډیر_پټ_حقایق_راښکاره_کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د وسونو او د بریاو د نندرتون له کتنې وروسته وویل: د فلسطین د غزې تړانګې پیښو د دنیا خلکو ته ډیر پټ حقایق ورښکاره کړل چې یو حقیقت یې له نژادي توپیر څخه د لویدیځو هیوادونو د مشرانو پلویتوب دی.
(last modified 2023-11-19T19:53:35+00:00 )
Nov 19, 2023 11:45 Asia/Kabul
  • د غزې پیښو د خلکو لپاره ډیر پټ حقایق راښکاره کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د وسونو او د بریاو د نندرتون له کتنې وروسته وویل: د فلسطین د غزې تړانګې پیښو د دنیا خلکو ته ډیر پټ حقایق ورښکاره کړل چې یو حقیقت یې له نژادي توپیر څخه د لویدیځو هیوادونو د مشرانو پلویتوب دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران د سپاه پاسداران د عاشورا د هوا فضا د فنونونو او د علمونو د پوهنتون له قومندانانو او چارواکو سره په غونډه کښې صهیونیسټ رژیم د نژادي توپیر بیلګه وبلله او ویې ویل :صهیونیسټان ځان بره توکم ګڼي او د بشر نور وګړي ټیټ نژاد ګڼي او په همدې دلیل ده چې د وجدان د ناراحتۍ له احساس پرته یې د فلسطین څو زره ماشومان قتل کړي دي.

حضرت ایت الله خامنه اي ټينګار وکړ: هغه وخت چې د امریکا ولسمشر ، د جرمني صدراعظم،  د فرانسې ولسمشر او د بریتانیا لومړی وزیر په ټولو ادعاګانو سره د نژاد پرست رژیم ملاتړ کوي او ورسره مرسته کوي نو دا د دنیا د ترټولو نفرت رامینځته کونکو مسائیلو په توګه له نژادي توپیر څخه د دغو ښاغلیو پلویتوب دی.

د ایران د ټولو قواو قومندان حضرت ایت الله خامنه اي جوته کړه: د اروپا او د امریکا خلک هم باید د دغه حالت په هکله خپله دنده روښانه کړي او وښيي چې د نژادي توپیر پلوي نه دي.

حضرت ایت الله خامنه اي دغه راز د صهیونیسټ رژیم پوځي او عملیاتي ناکامۍ ته په اشارې سره وویل په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم ماتي یو حقیقت دی او روغتونونو او د خلکو کورونو ته ورننوتل بریالیتوب نه دی ځکه چې بریالیتوب مقابل لوري ته د ماتي ورکول دي او  صهیونیسټ رژیم تراوسه نه دی توانیدلی هغه ته ورسیږي او په راتلونکي کښې به هم ونه توانیږي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د دغو نشو کولای اړخونه له صهیونیسټي رژیم ورهاخوا دي وویل: دغه نشو کولای د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د نشو کولای په معنا هم دي او همدا اوس ټوله دنیا له دغه حقیقت سره مخامخ شوي ده د پرمختلليو او مفصلو پوځي تجهیزاتو او امکاناتو لرونکی یو رژیم نه دی توانیدلی په  خپل مقابل لوري چې دا ډول هیڅ امکانات نلري غلبه وکړي.

هغه حضرت د مسلمانو حکومتونو د کړچار او دندو په هکله هم زیاته کړه:ځینو اسلامي هیوادونو په ظاهره په ټولنو کښې د صهیونیست رژیم جنایتونه وغندل او ځینو تراوسه اسرائیل نه دی غندلی خو دغه خبر د منلو وړ نه ده ؛ اصلي کار دا دی چې د صهیونیسټ رژیم حیاتي شریان او جریان غوڅ شي او اسلامي حکومتونه دغه رژیم ته د شیانو او د انرژۍ د رسیدا خنډ شي.

حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه ملتونه باید د خپلو مظاهرو او د غونډو په دوام سره اجازه ورنکړي د فلسطین د ملت مظلومیت هیر شي.