د فلسطین د خلکو قدرت دنیا حیرانه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142086-د_فلسطین_د_خلکو_قدرت_دنیا_حیرانه_کړي_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د مشر ځای ناستي برید جنرال علي فدوي په دې خبرې سره چې کاڼي په تیرو وختونو کښې د فلسطینیانو یوازنی وسله وه ډاګینه کړه نن سبا فلسطینیان په داسې اوزارونو او قدرت سمبال شوي دي چې د دنیا ټول قدرتونه یې حیرانه کړي دي.
(last modified 2023-11-25T09:26:05+00:00 )
Nov 25, 2023 07:27 Asia/Kabul
  • د فلسطین د خلکو قدرت دنیا حیرانه کړي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د مشر ځای ناستي برید جنرال علي فدوي په دې خبرې سره چې کاڼي په تیرو وختونو کښې د فلسطینیانو یوازنی وسله وه ډاګینه کړه نن سبا فلسطینیان په داسې اوزارونو او قدرت سمبال شوي دي چې د دنیا ټول قدرتونه یې حیرانه کړي دي.

هغه وویل د طوفان الاقصی عملیاتو اسرائیلو ته سخته څپیړه ورکړه او  د دنیا ټولو اشرارو په چَټکۍ سره ځانونه نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) ته ورسول چې د دغه جنایتکار رژیم د دړې وړې کیدا مخه ونیسي.

برید جنرال علي فدوي په دې خبرې سره چې امریکا او اروپايي هیوادونه په ټول توان سره د صهیونیسټ رژیم په څنګ کښې شول وویل حتی د مقاومت د جنګیالیو د شهیدولو  یو تصویر هم نشته.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ځای ناستي برید جنرال علي فدوي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د غزې خلکو په دغه جنګ کښې عظمت راوپنځاوه وویل اوربند د اسرائیلو د رژیم او د لویدیځو هیوادونو غوښتنه وه ځکه چې هم د  هیوادونو د ننه او هم د جنګ په میدان کښې تر دباو لاندې وو.

سردار فدوي په دې خبرې سره چې په ټوله سیمه کښې د مقاومت جبهه پراخه شوي ده وویل یو وخت یمن د مقاومت د جبهې تر ټولو بې وزله هیواد و خو نن سبا یمن دومره قدرت ترلاسه کړی دی چې د امریکا د پرمختللیو بې پایلوټه الوتکو د نسکورولو توان لري.