Nov 30, 2023 07:43 Asia/Kabul
  • د آژانس د عمومي منشي خپلواکه موقعیت تر پوښتنې لاندې مه راوله

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي رافائل ګروسي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي رافائل ګروسي د وروستیو څرګندونو په هکله وویل چې له عمومي منشي تمه کېږي چې د بې طرفۍ په خیال ساتلو او د مسلکي توب په ساتلو سره، د آژانس د عمومي منشي خپلواکه موقعیت تر پوښتنې لاندې رانه ولي.

رافائل ګروسي په دې وروستیو کې له «فرانس۲۴» سره په مرکه کې په دې خبرې باندې په اعتراف سره چې ایران اټومي وسلې نه لري، ویلي وو: ایران داسې ځانګړې اټومي وړتیاوې لري چې د اندیښنې وړ دي.

په هم دې لړ کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون د ګروسي د دغو څرګندونو په هکله وویل: د ایاټومي انرژۍ د نړیوال آژانس له عمومي مشر څخه هیله کېږي چې په خپلو مرکو کې بې طرفه خبرې وکړي او مسلکيتوب وساتي په داسې ډول چې د هغه بې طرفي او د آژانس د عمومي مشر خپلواک درېځ تر پوښتنې لاندې نه راځي او غرضي هېوادونو ته له آژانس څخه د ناوړه سیاسي ګټه اخیستنې فرصت ورنه کړې شي.

ټیګونه