د سلطی له نظام سره مقابله د خپلواکو هیوادونو له مهمو مشترکاتو دی
(last modified Mon, 04 Dec 2023 11:17:53 GMT )
Dec 04, 2023 15:47 Asia/Kabul
  • د سلطی له نظام سره مقابله  د خپلواکو هیوادونو له مهمو مشترکاتو دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په مختلفو برخو کښې خپل مینځیو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره د دغو ظرفیتونو تبادله د امریکاله بندیزونو سره په مقابله کښې اغیزمنه وبلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر  د سلطي  له نظام سره په مقابله کښې د ایران او کیوبا په شمول د ټولو خپلواکو هیوادونو د مشترکاتو په مینځ کښې د فلسطین د خلکو د حقوقو ملاتړ او د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو پر بنسټ ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د ایران د اسلامي جمهوریت او کیوبا د لوړ رتبه پلاوی  په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړه. ایران ته د کیوبا د جمهوریت د ولسمشر میګویل دیاز کانیل سفر د دواړو هیوادونو ترمینځ اغیزمنې خبرې اترې له ۲۲ کلونو وروسته د دواړو لورو په اړیکو کښې د بدلون ټکی وباله .

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په مختلفو برخو کښې خپل مینځیو  پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره د دغو ظرفیتونو تبادله د امریکاله بندیزونو سره په مقابله کښې اغیزمنه وبلله.

رئیسي د کرونا د واکسین په شمول د واکسینونو په تولید کې د ایران او کیوبا اغیزمنی  همکارۍ ته په اشارې سره د ساینس او ​​ټکنالوژۍ، بایو او نانو ټیکنالوژۍ په برخو کې د کیوبا او ایران د پام وړ پرمختګونه د تهران او هاوانا تر منځ د تجروبو او ظرفیتونو د تبادلې لپاره اغیزمن وبلل .

د ایران ولسمشر هم له کیوبا سره د طب، کرنې، کانونو او انرژۍ په برخو کښې د تعامل او ملګرتیا لپاره چمتووالی اعلان کړ او ټینګار یې وکړ: نن سبا د دواړو ملتونو ګټې  چی د ظرفیتونو او تجربو د تبادلې لپاره د لا زیاتو موثرو اقداماتو ته  ضرورت لری. .

رئیسي د خبرواترو او تفاهمونو د تعقیب لپاره د دواړو هیوادونو د ګډ کمیسیون د سمدستي فعالیدو په ضرورت په ټینګار سره د تهران او هاوانا ترمینځ د تجارتي او اقتصادي ملګرتیاو پراختیا د بندیزونو په بې اغیزې کولو کښې اغیزمنه وبلله .

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه د اوسني نړیوال نظام د بې کفایتۍ او بې انصافۍ نښه وبلله او د آزادو هیوادونو د ارادې په اساس یې په عادلانه پوځي بدیل ټینګار وکړ.

د کیوبا ولسمشر میګویل دیاز کانیل هم د دواړو هیوادونو سیاسی مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: څو میاشتې مخکې کیوبا ته د ایران د ولسمشر سفر او همداراز د بريکس د غونډې او د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په څنډه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر سره دوه اړخیزه کتنی  د دواړو هېوادونو داړیکو د ژورتيا او پراختيا لپاره مهم وباله.

د کیوبا ولسمشر د ایران په خلاف د امریکا د ظالمانه بندیزونو او د ایران ضد اقداماتو په غندلو او د صهیونیسټانو د نسل وژنې په وړاندې د نړیوالو ادارو په بې کفایتۍ او انفعال په سختو نیوکو سره په غزه کښې د سمدستي اوربند په رامینځته کولو ټینګار وکړاو د فلسطينيانو د حقونو د تامينولو او د يو خپلواک فلسطيني دولت د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه.