دښمن د اسلامي ایران امنیت په نښه کړی
Dec 09, 2023 10:23 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان سردار « علیرضا تنګسري» وویل : دښمن د اسلامي ایران د امنیت د ګډوډولو کوشش کوي خو د دغه ټاټوبي زړور بچیان به دښمن ته د هیڅ ډول تحرک اجازه ورنکړي.
هغه د مازندران ولایت په بهشهر سیمه کښې وویل نن سبا د ایران ستر ملت له دښمن څخه نه ویریږي او په زړورتیا سره د دښمن د دسیسو په مقابل کښې ولاړ دی.
هغه وویل د ایران ملت د اسلامي انقلاب له برکت څخه د ډک ژوند په اوږدو کښې په اقتدار او اتحاد سره د استکبار له ظالمانه بایکاټونو سره مقابله کړي ده.
علیرضا تنګسري په دې خبرې سره چې د ښمن د ایران په امنیت ګوزار پیل کړی دی وویل هغه لاره چې انتخاب کړي مو ده حق ده او د حق په دغه لاره کښې د شهیدانو په برکت بریالي یوو.
ټیګونه