Dec 12, 2023 15:26 Asia/Kabul
  • آژانس د لوېدیځو قدرتونو په وسیلې بدله شوې ده

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د لوېدیځو قدرتونو په لاس کې یوه وسیلې ګڼل کېږي وویل: دغه نړیوال سازمان باید له دغې لارې ځان لیرې کړي او خپل مسلکي کار ترسره کړي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د سه شنبې په ورځ د رادیو درمل جوړولو په ډګر کې د اټومي انرژۍ سازمان د لاسته راوړنو د پرانېستلو په مراسمو کې، د فلسطیني خلکو پر وړاندې له اټومي وسلې څخه په کارونې کې د صهیونیسټي رژیم د کابینې د وزیر د ګواښونو په اړه وویل: صهیونیسټي رژیم نه یوازې پر غزې تړانګې د اټومي وسلو د استعمالولو ګواښ کړی، بلکې پر ایران باندې هم د اټومي وسلو د استعمالولو ګواښ کړی او اسلامي جمهوریت په دې تړاو آژانس ته یو اعتراضي لیک وړاندې کړی دی.

اسلامي څرګنده کړه: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د ایران په اعتراضي لیک کې راغلي چې هغه رژیم چې نه د اټومي موافقې غړی او نه هم د این پي ټي غړی دی، څنګه د اټومي وسلو په استعمال سره، نورو هېوادونو ته ګواښونه کوي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر هم د برجام په اړه وویل: د خبرو اترو په لړ کې امریکا له برجام څخه وتلې او نورو ته یې هم اجازه نه ده ورکړې، چې پر خپلو مسئولیتونو عمل وکړي؛ دوی باید بندیزونه لغوه کړي، ترڅو ایران هم خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه په ​​دې خبرې سره چې خبرې اترې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره دي او که چېرې د ایران د ملت حق ته غاړه کېږدي، نو اسلامي جمهوریت به هم خپل مکلفیتونه ادا کړي.

 د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي رافایل ګروسي د ادعا په هکله هم وویل: ایران د محافظت له مخې حق لري، چې د آژانس څارونکی ومني او یا هم ونه مني او د "غندني" کلمې کارول باطل دي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر ټینګار وکړ: ایران د محافظت او این پي ټي له چوکاټه پرته بل هېڅ ډول فعالیت نه لري، خو کله چې اړخونه خپل مکلفیتونه پوره نه کړي، پر ایران فشارونه د منلو وړ نه دي.

ټیګونه