د حمید نوري لپاره د سویډن محکمې سیاسي حکم
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143474-د_حمید_نوري_لپاره_د_سویډن_محکمې_سیاسي_حکم
د تحقیقاتو په بهیر کې د سویډن د پولیسو ناوړه ګټه اخیستنه، د شواهدو له منځه وړل، د څارنوالۍ له خوا د تحقیق نه ترسره کول او شواهدو ته د نوري نه لاس رسی د حمید نوري په دوسیه کې له عادلانه چلند د سرغړونې له مواردو دي.
(last modified 2023-12-21T04:58:07+00:00 )
Dec 20, 2023 11:32 Asia/Kabul
  • د حمید نوري لپاره د سویډن محکمې  سیاسي حکم

د تحقیقاتو په بهیر کې د سویډن د پولیسو ناوړه ګټه اخیستنه، د شواهدو له منځه وړل، د څارنوالۍ له خوا د تحقیق نه ترسره کول او شواهدو ته د نوري نه لاس رسی د حمید نوري په دوسیه کې له عادلانه چلند د سرغړونې له مواردو دي.

 

د سویډن د بیاکتنې  محکمې د سه شنبې په ورځ د یوه سیاسي اقدام او له عادلانه پروسې لیرې د ایراني ښاریز "حمید نوري" د عمربند سزا تایید کړه.

حمید نوري د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۹مه هغه مهال د سوید د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو چې دغه هیواد ته د خپلې رضایی لور د کورنۍ اختلاف د هواري لپاره تللی و.

د حمید نوري د نیول کېدو دوسیه  له ډېرو تناقضاتو سره  مخامخ ده. د عادلانه محاکمې له اصولو سرغړونه او د بشري حقوقو او نړیوالو قوانینو خلاف ورزی  په دې دوسیه کې د پام وړ موضوعات دي.

 دحمید نوري د تورنو محاکمه  د1400  د زمری  له اتلسمې پیل شوه او له تضادونو او ابهامونو ډکې 92 غونډې یې ترسره کړې او د ۱۴۰۱ کال  په چنګاښ میاشت کې د دغې محکمې له خوا په یوه غیر قانوني، غیر عادلانه او له  قناعت وړ شواهدو پرته په عمربند محکوم شو.

د سویډن استیناف محکمې  هم  د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۱مه د حمیدنوري ددوسیې  په تړاو د بلونو بیاکتنه پیل کړه او د استیناف محکمې بهیر د روان کال د نومبر په میاشت کې پای ته ورسېد، چې د ۳۵ کلونو پخوا اړونده ادعایی پیښوکې تورن شو او په دې دوسیه کې مدعیان اکثره د منافقینو د تروریستي ډلې غړي وو، په داسې حال کې چی د منافقینو ترهګره ډلګۍ د اسلامي انقلاب له پیله تر اوسه په مختلفو ترهګریزو عملیاتو کې څه دپاسه ۱۷ زره ایرانیان ترور کړي  دي. .

منافقین همداراز د نړۍ د ډیرو هیوادونو لخوا د دوی د غیر انساني چلند او د بشریت ضد جنایتونو له امله د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل دي. دوی حتی د سویډنیانوتر منځ  او په ځانګړې توګه د ایرانیانو په منځ کې چې په دې هیواد کې ژوند کوي سخت منفور دي . له همدې امله د سویډن محکمې د زرګونو ایرانیانو د وژلو په ګډون په نسل وژنې او جنګي جرمونو کې د ښکیلې ډلې د ګواهۍ حواله کول په بشپړه توګه بې بنسټه دي.

د نیولو څرنګوالی ، محاکمې، ابتدایي حکم او هغه څه چی  په دې موده کې تیر شوي دي  ته کتنه دا په ډاګه کوي چې حمید نوري له عادلانه کړنو د ناوړه استفادې قرباني شوی دی. د تحقیقاتو په بهیر کې د سویډن د پولیسو ناوړه ګټه اخیستنه، د شواهدو له منځه وړل، د څارنوالۍ له خوا د تحقیق نه ترسره کول او شواهدو ته د نوري نه لاس رسی د حمید نوري په دوسیه  کې له عادلانه چلند د سرغړونې له مواردو دي.

د حمید نوري د کورنۍ حقوقي سلاکار هیبت ا... نجدمنیش په وینا، نوموړی له قانوني پروسې د ناوړه استفادې په تور محاکمه کېږي، په داسې حال کې چې دی پخپله له پروسې د ناوړه ګټې اخیستنې قرباني دی، د بېلګې په توګه، د محاکمې پر مهال ۹۲ غونډې جوړې شوې چی له دې ۹۲ غونډو حميد نوري ته د دفاع د څرګندولو لپاره يوازې اووه غونډې ټاکل شوې وې.

 دا په  داسی حال کی ده چی د بشري حقوقو په برخه کې ځینې جدي مسایل شتون لري چې د نوري لپاره دفاعي شرایط له مینځه یوړل  ، لومړی له  کورنی سره د ارتباط موضوع  چې د یو څه مودې لپاره مخامخ ناستې او ټیلیفوني اړیکې  هم کابو یو کال بندې شوې، د نوري د اسنادو او دوسیې موادو ته نه لاس رسی،  په محکمه کې د ایراني شاهدانو د حاضریدو مخنیوی، له ایراني وکیل سره د اړیکو پرې کول او د سویډني څارنوال له خوا  په نیولو د نوري د شاهدانو ګواښل  هم د دې دوسیی نورې جدي ستونزې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حامد نوري د کورنۍ په وینااو همداراز په محکمه کې د هغه له خوا  خپره شوی اوازونه  ، نوري په دې موده کې وهل ټکول شوی، د ډاکټر په څېر د هر زنداني له لومړنیو حقوقو بې برخې شوی او له زیاتو  روحي  ، فزيکي او رواني شکنجو سره  مخامخ  شوی دی.  څرګنده ده د حامد نوري د دوسیی د غور او نيولو پروسه په داسې ډول  ده چې ښيي دا موضوع  له دې زیاته چی قضايي دوسیه وی یوه په بشپړه  سياسي موضوع ده.

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشری حقوقو د کمېشنر کاظم غریب آبادی، له دې مخکې د سویډن له خوا د« نوری» د سیاسی نیونې د دوام او د څارنوالۍ له خوا د تورونو د وړاندې کولو اوپه چټی تورونو د هغه لپاره د عمر قید غوښتنه ، دا محکمه غیر قانونی ، نمایشی او غیر عادلانه او د قضایی عدالت خلاف ورزۍ او بشری حقوقو اصولو سره په تضاد کی بللی وه .