ایران د خپلې خاورې د ساتنې په هکله هیڅ شک نه لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» د ایران د جزیرو په هکله د روسیې او د عربو هیوادونو د ملګرتیا ټولنې بیانیې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ: ایران به د خپل ټاټوبي په ساتلو کښې یوه ذره هم شک ونکړي.
هغه د ایران د دریو ګوڼو جزیرو په هکله د روسیې او د عربو هیوادونو د ملګرتیا د ټولنې د غونډې په بیانیې کښې مطرح شوي ادعا او د ایران د دریو ټاپوګاڼو په هکله په دغه بیانیې کښې لیکل شوي مطالب بې اساسه او مردود وبلل او هغه یې وغندل.
ناصر کنعاني زیاته کړه د فارس خلیج په شنو اوبو کښې د ایران بوموسی ، ستر تنب او کوچني تنب جزیرې له ایران سره همیشنی تعلق لري او هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د خاورې نه بیلیدونکي برخه دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي دغه راز وویل د ایران اسلامي جمهوریت په دریو جزیرو باندې د خپلې واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا موضوع د خبرو اترو وړ نه ګڼي او په دې هکله د هر لوري لخوا هر ډول ادعا مردوده ګڼي او ایران به هیڅکله له خپلې خاورې او د واکمنۍ له حقوقو څخه شاته نشي.