ایران له IAEA سره ملګرتیا ته دوام ورکوي 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143726-ایران_له_iaea_سره_ملګرتیا_ته_دوام_ورکوي
په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر  او دایمی استازي محسن نذیري اصل دې ته په اشارې سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  آژانس ته د   سیف ګارډز  له ادعائي مسئلو سره اړونده  مستنداتو په اساس ځوابونه ورکړي دي ، هیله وښودله  چې دغه  مرجع اورګان  له پلویتوب پرته او د ۲۰۲۲ کال دموافقې بشپړتیا ته په پام سره  باقي پاتې پاټې مسئلې  هم حل کړي .
(last modified 2023-12-25T04:50:01+00:00 )
Dec 25, 2023 09:15 Asia/Kabul
  • ایران له IAEA سره ملګرتیا ته دوام ورکوي 

په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر  او دایمی استازي محسن نذیري اصل دې ته په اشارې سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  آژانس ته د   سیف ګارډز  له ادعائي مسئلو سره اړونده  مستنداتو په اساس ځوابونه ورکړي دي ، هیله وښودله  چې دغه  مرجع اورګان  له پلویتوب پرته او د ۲۰۲۲ کال دموافقې بشپړتیا ته په پام سره  باقي پاتې پاټې مسئلې  هم حل کړي .

په ویانا کې د په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي ټینګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت به د سیف ګارډز موافقې په چوکاټ کې د ایټمی انرژ ۍ له نړیوال آژانس سره  خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.

په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمی استازي محسن نذیري اصل دې ته په اشارې سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  آژانس ته د   سیف ګارډز  له ادعائي مسئلو سره اړونده  مستنداتو په اساس ځوابونه ورکړي دي ، هیله وښودله  چې دغه  مرجع اورګان  له پلویتوب پرته او د ۲۰۲۲ کال دموافقې بشپړتیا ته په پام سره  باقي پاتې پاټې مسئلې  هم حل کړي .

نذیري اصل  له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې  ووئيل، د ایران دایټمي فعالیتونو په باب دسیف ګارډز ادعاګانې د صهیونیسټ  رژيم په جعلی سندونو کې ریښه لري چې د ایران د  ایټمی دوسیې د امنیتي  کولو  په موخې سریه ئې د آ ژانس چارواکو اورسندویو ته ورکوي.هغه همداراز ووئيل، سره له دې چې تر اوسه پورې د مډیلیټي کولوپه باب کومه موافقه نه ده شوې ، د ایران اسلامی جمهوریت د ښه نیّت په اساس د خپلې خوښې ځيني ا قدامات کړي دي   چې د امریکا او اروپائي  ټرائيکا له خوا ئې مثبت غبرګون نه دی درلودلی .نذیری اصل  ټينګار وکړ، اسلامی ایران د مطرح شوو ادعاګانو په دروغ بللو سره تل ټينګار کړی دی  چې د سیف ګارډز په حوزې کې د هیوادونو ژمنتیاوې نامحدودې  نه دي.