ایران له IAEA سره ملګرتیا ته دوام ورکوي
په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمی استازي محسن نذیري اصل دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت آژانس ته د سیف ګارډز له ادعائي مسئلو سره اړونده مستنداتو په اساس ځوابونه ورکړي دي ، هیله وښودله چې دغه مرجع اورګان له پلویتوب پرته او د ۲۰۲۲ کال دموافقې بشپړتیا ته په پام سره باقي پاتې پاټې مسئلې هم حل کړي .
په ویانا کې د په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي ټینګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت به د سیف ګارډز موافقې په چوکاټ کې د ایټمی انرژ ۍ له نړیوال آژانس سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.
په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمی استازي محسن نذیري اصل دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت آژانس ته د سیف ګارډز له ادعائي مسئلو سره اړونده مستنداتو په اساس ځوابونه ورکړي دي ، هیله وښودله چې دغه مرجع اورګان له پلویتوب پرته او د ۲۰۲۲ کال دموافقې بشپړتیا ته په پام سره باقي پاتې پاټې مسئلې هم حل کړي .
نذیري اصل له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل، د ایران دایټمي فعالیتونو په باب دسیف ګارډز ادعاګانې د صهیونیسټ رژيم په جعلی سندونو کې ریښه لري چې د ایران د ایټمی دوسیې د امنیتي کولو په موخې سریه ئې د آ ژانس چارواکو اورسندویو ته ورکوي.هغه همداراز ووئيل، سره له دې چې تر اوسه پورې د مډیلیټي کولوپه باب کومه موافقه نه ده شوې ، د ایران اسلامی جمهوریت د ښه نیّت په اساس د خپلې خوښې ځيني ا قدامات کړي دي چې د امریکا او اروپائي ټرائيکا له خوا ئې مثبت غبرګون نه دی درلودلی .نذیری اصل ټينګار وکړ، اسلامی ایران د مطرح شوو ادعاګانو په دروغ بللو سره تل ټينګار کړی دی چې د سیف ګارډز په حوزې کې د هیوادونو ژمنتیاوې نامحدودې نه دي.