د ایران اوافغانستان مطبوعات
د انګلستان د ګواښ له څو ساعتونو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ جنګی بیړۍ له باب المندب تیره شوه .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلونو تر څنګ دغې خبری ته هم انعکاس ورکړی دی چی د نړۍ خلکو نوی میلادی کال په اسراییلو په لعنت او نفرین کولو سره پیل کړل .
د انګلستان د ګواښ له څو ساعتونو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ جنګی بیړۍ له باب المندب تیره شوه .
د نوی میلادی کال له بیلیدو سره په یو وخت په پاریس کی بلواګانې او په لاس انجلس کې لوټ مار وشو .
د ډنمارک ملکه د بوډاتوب په وجه له سطلنت څنګته شوه .
یمن وایی چی زمونږ دریځ به د امریکا او انګلستان په ګواښونو بدل نشی .
کیهان په بریکس کی د ایران د شاملیدو په اړه هم یو راپور چاپ کړی دی او لیکی چی د بریکس په نوم د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادونو په ډله کې د جنوبي افریقا استازي وویل چې ایران به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې په رسمي توګه له دغه بلاک سره یوځای شي.
انیل سوکلال د ایران، سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، مصر او ایتوپیا د لوړ رتبه استازیو شتون ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د بریکس په وروستۍ غونډه کښې چې د جنوبی افریقا په ډربن ښار کښې ترسره شوه، ټینګار وکړ چې د دغو هیوادونو په ګډون سره به د بریکس د غړیو شمیر دوه برابره شی.
په پام کې ده چې د بريکس هېوادونو د نويو غړو هېوادونو استازي د دغه اقتصادي بلاک په راتلونکې غونډه کې چې د جنورۍ په ۳۰مه په ماسکو کې جوړېږي، ګډون وکړي.
د برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا په ګډون اوسنيو غړيو دغه پنځه نويو هېوادونو ته چې مخکې يې د اګست په مياشت کې په دغه اقتصادي بلاک کې د شاملېدو غوښتنه کړې وه؛ بلنه ورکړه. په دې توګه، د نړۍ ځینې لوی انرژي تولیدونکي د بریکس په بڼه د خپلو ځینو لوی مصرف کونکو سره لیدنه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په وینا اوس شاوخوا ۳۰ هېوادونه غواړي چې د بریکس غړیتوب ترلاسه کړي.
ورځپاڼه زیاتوی چی د شنګهايي، بریکس او یوریشیا په شان سازمانونو او ارګانونو په چوکاټ کښې د څواړخیزو نړیوالو ملګرتیاؤ پراختیا او د اړیکې زیاتول، د سید ابراهیم رئیسي په مشرۍ د ایران د دیارلسم حکومت یوه کړنلاره ده، چې هم د سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تکل کښې ده او هم د امریکا له بندیزونو سره د مقابلې لپاره یوه لاره ګڼله کیږي.
د بریکس ګروپ د اهمیت یو مهم دلیل په نړیوالو چارو کښې اقتصادي چټکتیا او د هغې نفوذ چې د نړیوال اقتصاد له ظرفیت څخه له ۲۵ نه تر ۲۸ فیصدو پورې او همداشان بډایه انساني او طبیعي زیرمې دي.
د بریکس د غړو د اقتصادي او صنعتي بدلونونو بهیر ښودنه کوي د دې ډلې د جوړیدو د فکري بیخ بینا او خوځښت بنسټ، په راتلونکې څوقطبي نړۍ کښې د رول لوبونې او په نړیوال نظام باندې د واکمن اوسني نظم د ننګولو لپاره دی.
د بریکس ډلې هر یو غړی هیواد په خپلې سیمې کښې په سیاسي یا اقتصادي برخې کښې یو ښه لوبغاړی ګڼل کیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی جغرافیایي موقعیت او د انرجۍ، ټرانزټ او تجارت په برخو کښې یې وړتیاوې، د نورو غړو پام ځانته اړولې شي.
جمهوری اسلامی
د نوی میلادی کال په پیل سره له غزی سره نړیوال پیوستون څرګند شو . د مختلفو هیوادونو خلکو د نوی میلادی کال په پیل کې غزه هیره نکړه او له فلسطینانو سره یی خپل پیوستون څرګند کړ .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: هغه څه چې صهیونیسټ رژیم په غزې کښې خپل هدف ټاکلی و بندون ته رسیدلی او له ماتي سره مخامخ شوی.
په فرانسی کی د نوی میلادی کال په بلواګانو کی ۳۸۰ کسان ونیول شول .
له غزی تړانګی د صیهونیسټ رژیم ۵ لیواګانو شاتګ وکړ .
شمالی کوریا د جنوبی کوریا په وړاندی خپل سیاست بدل کړ .
د یمن پارلمان د یمن په کشتیو له حملې د امریکا هدف په عربي نړۍ کښې د جنګ پراخول او د فلسطین د مظلومو خلکو د وژلې په دوام کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو ملاتړ وباله.
د ایران « البرز» جنګي بیړۍ له باب المندب اوبلارې په تیریدا سره سره سمندر ته ورغله .ورځپاڼه په دې اړه لیکی د ایران د پوځ جنګي کشتیو له دوه زره نهم میلادي کال راهسې تراوسه له سمندري غلو سره د مقابلې او د کشتیو تګ راتګ د امنیت د تامینولو او د نورو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره په ازادو اوبو کښې خپل ماموریت پیل کړی دی.
له بلې خوا په وروستیو ورځو او د غزې د جنګ په وخت د تاوتریخوالي له زیاتیدا وروسته په عدن خلیج او باب المندب اوبلارې کښې حالات په چټکۍ سره په بدلیدا دي.
په همدې اړه د یمن انصار ا...غورځنګ څه موده مخکې وویل هیڅ خارجي کشتۍ ته به چې اسرائیلو ته ورځي له باب المندب اوبلارې د تیریدا اجازه ورنکړي.
د یمن د انصار ... غورځنګ له دغه دریځ وروسته امریکا هڅه وکړه سیمې ته د جنګي بیړیو په استولو او دغه راز د یوه نړیوال سمندري ائتلاف په جوړولو سره په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د ګټو ساتنه وکړي خو د فرانسې ، د ایټالیا او اسپانیا په شان ځینو هیوادونو د امریکا د دغه ائتلاف له جوړولو سره مخالفت کړی دی.
د صهیونیسټ رژیم په زندان کښې دفلسطین ښځینه بندیانې شکنجه کیږي . د فلسطین د بندیانو کلب اعلان وکړ چې په صهیونیسټي زندان «دامون» کې ۸۰ فلسطیني ښځې بندیانې د بند، شکنجې او لوږې له سختو شرایطو لاندې دي.
د کابل ورځپاڼۍ
هشت صبح
نړۍ ته د طالبانو خبرداری؛ «زموږ مذهبي تګلاره نه بدلېدونکې ده .
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو د اصولو د خوندېتوب په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د په رسمیت پېژندلو، د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په تړاو د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو، له دې پرته چې طالبان ځواب ویونکي وګرځوي، له دې ډلې سره تعامل او مرستې ته دوام ورکړی دی. په قطر کې د سولې د خبرو پر مهال طالبانو اعلان وکړ، چې د پخوا په پرتله بدل شوي او د ښځو حقونه په رسمیت پېژني، خو په عمل کې د ښځو پر وړاندې د چلند او د وګړو د مدني او سیاسي حقونو د خوندېتوب په تړاو د دغې ډلې په چلند کوم بدلون نه دی راغلی. په دې وروستیو کې له دغې ډلې سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د طالبانو مذهبي تګلاره نه بدلېدونکې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې «زموږ تګلاره بالاخره د نه بدلېدونکو دیني عقایدو پر بنسټ ده» او ملګري ملتونه باید په خپلو پرېکړو کې دا مسأله – هغه څه چې دې ډلې « شته واقعیتونه» بللي، په پام کې ونیسي.
طالبانو پر افغانستان د څه باندې دوه کلنې واکمنۍ په لړ کې په وار وار ادعا کړې چې د پراخو محدودیتونو له لګولو او د بشري حقوقو له سختو سرغړونو سره سره د پخوا په پرتله بدل شوي دي. دغې ډلې له تېر حکومت او د امریکا له متحدو ایالتونو سره د سولې د خبرو پر مهال هم د ښځو د حقونو په برخه کې د خپلې سخت دریځې تګلار د بدلون خبره کړې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د تصویب په غبرګون کې چې پکې د دغه سازمان له سر منشي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې ده، ویلي، چې د دې ډلې مذهبي تګلاره د بدلون وړ نه ده. په اعلامیه کې ویل شوي: «زموږ تګلاره بالاخره د نه بدلېدونکو مذهبي باورونو پربنسټ ده. په دې اعلاميه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د افغانستان په تړاو پرېکړو کې د افغانستان شته واقعيتونه په پام کې ونيسي.
په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او د طالبانو د ایډیالوژیک باور د نورو مخالفو ټولنیزو او سیاسي ډلو پر وړاندې د دې ډلې چلند د دې ښکارندويي کوي چې طالبانو د هېوادوالو سیاسي، مدني، کلتوري او مذهبي حقونو او ازادیو ته درناوی نه دی کړی او د افغانستان په متکثره ټولنه کې یې د ژوند په تړاو خپل « بنسټپاله» تفسیر تحمیل کړی دی.
په جاپان کې د زلزلې د مړو شمېر ۳۰ کسانو ته ورسېد .
جاپاني چارواکو وايي، په دغه هېواد کې د سختې زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی.
اسوشیټیډ پرېس د سېشنبې ورځ، د جنورۍ په ۲مه د سیمهییزو چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دغه کسان د ایشیکاوا په سیمه کې وژل شوي دي.
اوس مهال د ژغورنې ډلې د نړيدلو ودانیو لاندې د بندو خلکو پر را ايستلو لګیا دي.
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا ویلي: «د انسان ژغورل زموږ لومړیتوب دی او موږ له وخت سره مبارزه کوو. دا ډېره مهمه ده چې سمدستي هغه خلک وژغورل شي څو په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.»
دې زلزلې ډېرې ودانۍ نړولې او لارې یې بندې کړې دي.
له لومړۍ زلزلې راهیسې تر اوسه پورې لږترلږه ۱۴۰ زلزلې محسوس شوي او په راتلونکو ورځو کې د سختو زلزلو احتمال شته دی.
د يادونې وړ ده چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د جاپان په مرکز کې ایشیکاوا ولايت د رېښتر په کچه د ۷.۶ درجې زلزلې ولړزاوه.
په دې سیمه کې د دغه هېواد د اټومي برېښنا بټۍ موقعیت لري.
د جاپان د اټمي انرژۍ د تنظیم ادارې ویلي چې تر اوسه پورې د دغه هېواد سمندر ته څېرمه په اټومي بټۍ کې کومه بې نظمي نه ده لیدل شوې.