شهید سلیمانی له ټروریزم سره د مبارزې اتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144216-شهید_سلیمانی_له_ټروریزم_سره_د_مبارزې_اتل
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د سازمان ویاند سردار قاسم سلیمانی له نړیوال ټروریزم په تیره بیا امریکا سره د مبارزې اتل وباله.
(last modified 2024-01-03T07:41:35+00:00 )
Jan 03, 2024 12:08 Asia/Kabul
  • شهید سلیمانی له ټروریزم سره د مبارزې اتل

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د سازمان ویاند سردار قاسم سلیمانی له نړیوال ټروریزم په تیره بیا امریکا سره د مبارزې اتل وباله.

نن د مرغومې د میاشتې ۱۳ نیټه ده چي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان  شهید سردار قاسم سلیمانی د شهادت له  څلورمې کلیزې سره سمون خوري، شهید سلیماني په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په داسي حال کې چي د عراقي چارواکو په رسمي بلنې باندې عراق ته په سفر تللی وو، د بغداد په هوایي میدان کې د امریکا له خوا په هوایي برید کې ټرور شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د سازمان ویاند بهروز کمالوندی په سیمه کې له ټروریزم سره د سردار قاسم سلیمانی رول ته په اشارې سره، وویل:  شهید سلیمانی د داعش جړې په سیمه کې وچې کړې او دا هغه ګټه ده چي د سیمې ټولو ولسونو په خیر دی.

کمالوندی په غزې کې روانو جنایاتو او ظلمونو ته په اشارې سره، زیاته کړه: له ټروریزم سره د امریکا او د لوېدیځو هیوادونو دوه ګوني چلند ښودنه کوي او د شهید سلیمانی مظلومیت څرګندوي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو ویاند رمضان شریف د دې په بیانولو چي د سردار سلیمانی د شهادت څلورمه کلیزه د صهیونیستي رژیم له جنایاتو سره هممهاله شوی، زیاته کړه:  اسرائیل رژیم ۷۵ کاله هڅه کړې چي په فوځي او امنیتي ډګرونو کې ځان نه ماتېدونکی وښیي، لیکن طوفان الاقصی عملیات داسي یو ګوزار وو، چي اسرائیل رژیم لپاره یې د زیانونو جبران ناممکنه ده.

د ایران د بشري حقوقو د کمېتې مشر کاظم غریب آبادی وویل چي د سردار شهید سلیماني د ټرور په دوسیې باندې په عراق او ایران کې کار روان دی او دا دوسیه به په نړیواله سویه کې په محکمو کې به مطرح کړای شي.