په نرم ځواک تکیه، د ایران اصلي استراتیژي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144222-په_نرم_ځواک_تکیه_د_ایران_اصلي_استراتیژي_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په تېرو ۴۵ کلونو کې په نرم ځواک تکیه د اسلام جمهوریت ستراتیژي وباله او د هیواد د اړتیاو او دښمنانو سره د مقابلې لپاره د پرمختللي وسلو د درلودلو په ضرورت باندې په تینګار سره وویل: نرم ځواک باید له دې نه هم پراختیا ومومي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 03, 2024 13:04 Asia/Kabul
  • په نرم ځواک تکیه، د ایران اصلي استراتیژي ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په تېرو ۴۵ کلونو کې په نرم ځواک تکیه د اسلام جمهوریت ستراتیژي وباله او د هیواد د اړتیاو او دښمنانو سره د مقابلې لپاره د پرمختللي وسلو د درلودلو په ضرورت باندې په تینګار سره وویل: نرم ځواک باید له دې نه هم پراختیا ومومي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن د اهل بیت علیه السلام له زرګونو مداحانو سره په کتنه کې د حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د زوکړې د کلیزې د مبارکۍ په ویلو سره، د شهید سردار قاسم سلیماني درنښت وکړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، حضرت بی بی فاطمه س د بیان د جهاد بنسټګره وباله او ټینګار یې وکړ چي مداحان د فاطمي سنت او درس په پیروی سره، د زړونو په راژوندي کولو، د خوځښت په رامینځته کولو او پر ځای دریځ نیونې ځانګړونو ته په کتو سره، فعالیت خپله دنده وبولي او د ورځې له مسائلو سره سم، لکه ټاکنو کې حقیقتونه څرګند کړي.

حضرت ایت الله خامنه ای وفرمایل:  د بیان په جهاد کې د زړونو د راژوندي کولو او خوځښت رامینځ ته کولو څخه ماسېوا، احتیاط زیات اهمیت لري، د مثال په توګه په داسي حال کې چي اسلامي نړۍ وحدت ته سخته اړتیا لري، نه پاملرنه او دقت نه کول د اختلافاتو لامل ګرځي.

هغوی د اهل بیت ع په ویناو کې د بیان جهاد ته په اشارې سره، زیاته کړه: په مخکې پړاو کې امام خمینی ره د بیان د جهاد بیرغ اوچت کړ او په ژبې او منطق سره، د ولس زړونه راژوندي کړ او فاسد رژیم یې وپرځول او اسلامي نظام یې رامینځ ته کړ چي دغه تاریخي پېښه د بیان د جهاد د بې سارې اهمیت ښودونکې ده.

 

د اسلام انقلاب معظم رهبر نرم ځواک له سخت ځواک نه زیاته کارنده وباله او وویل:  په ډې خاطر دی چي امریکا د پرمختللي وسلو د درلودلو سربېره، د رسنیو، هنر، ادبیات او سینما په ډګرونو کې لویې پانګونې کوي.

هغوی د سخت ځواک اثار تلونکي او لنډ مهاله وباله او له افغانستان څخه د امریکایانو تېښتې او له امریکا څخه د عراق د ولس کرکې ته په اشارې سره زیاته کړه: سخت ځواک په افغانستان او عراق کې د امریکا د پاته کېدو د زمینې په برابرولو بریالی نه شو، لیکن نرم ځواک د فلسطین په شان لږکی د نړۍ د توجهاتو په مرکز بدل کړی چي دا د فلسطین د ولس د مظلومیت، صبوري او مقاومت په خاطر دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر جوته کړه: د غزې ولس نن سبا نه یوازې د صهیونیستي رژیم په وړاندې بلکې د امریکا، طاغوت اواستکبار په وړاندې مقاومت کوي او دا چي د امریکا ولسمشر وایي چي زه صهیونیست یم، په  دې معنا چي د صهیونیستانو اهداف او خباثت په کښې دی.

هغوی یادونه وکړه چي د اسلام او د اسلامي نظام په ضد د امریکا او د هغه د ملګرو د دروغجنو تبلیغاتو سره مقابله وشي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران ولس د خپلواکۍ، پرمختګ او ملي ویاړ او د امریکایانو له غروره بې زاره وباله او وویل: د ایران ولس د همدغو ارزښتونو سره د ګروهنې په خاطر د اسلامي جمهوریت ملاتړ کوي، دا د خدای لاره ده او هیڅ یو ځواک د خلګو په شاتمبولو باندې نه شي بریالی کېدای