داعش په کرمان کې د ترهګریز برید مسئولیت په غاړه واخیسته
Jan 05, 2024 09:03 Asia/Kabul
د داعش ترهګرې ډلې اعلان وکړ چي د سردار قاسم سلیماني د شهادت د څلورمې کلیزې په لمانځ غونډې باندې برید کړی دی.
د داعش د ترهګرې ډلې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده: عمر الموحد او سیف الله مجاهد د قاسم سلیماني له مزارې سره، د اهل تشیع په غونډه باندې ځانمرګي برید کړي دي.
له بلې خوا بیا یو شمېر امنیتي سرچینې ایرنا ته ویلي دي، چي پلټنې ښیي چي لومړی برید ځانمرګی وو او د بریدګر ټوکرې هم موندل شوي او د دوهم برید په هکله لاهم پلټنې روانې دي.
د دغه ترهګریز برید له امله ۹۵ کسان شهیدان شوي او ۲۲۰ کسان هم ټپیان شوي دي چي اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
په دغه ترهګریز برید کې ۱۲ افغان کډوال هم شهیدان شوي دي.