د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
خلک له ډګر څخه ګوښه کول د ایران د دښمنانو ستراتېژي ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په قم کې له خلکو سره په کتنه کې وویل: خلک له ډګر څخه ګوښه کول د ایران د دښمنانو اصلي ستراتېژي ده.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه يي په قم کې د خلکو د تاریخي پاڅون د کلیزې په مناسبت کې د طاغوت پورې د پېیلي رژیم نسکورتیا په ډګر کې د ولس د حضور له پایلو وبللې او وویل: ډګر ته د خلکو له بلنې څخه هدف اسلامي واکمني، اسلامي عزت، د ولس صلاح او لوړاوی او له استکبار سره مقابله ده.
هغوی د غزې تړانګه د خلکو د لوی قدرت ښکاره بېلګه وبلله او وویل: په یوه وړکې سیمه کې یوه وړوکې ډله، په خپل صبر او مقاومت سره، امریکا او ورپورې پېیلي صهیونیسټي رژیم لالهاندۍ سره مخامخ کړ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په تاریخ کې د صهیونیسټي رژیم درې میاشتنی جنایت او ماشوم وژنه نه هېرېدونکې وبلله او زیاته یې کړه: حتی د ځمکې له مخې څخه د دغه رژیم په له منځه تلو سره، لاهم جنایات نه هېرېږي او په تاریخ کې به ولیکل شي چي یو وخت دلته یوه داسي خلک واک ته رسېدلي وو، چي په څو اونیو کې په زرګونه ماشومان ووژل، لیکن د فلسطیني مقاومت او د خلکو صبر هغوی له ماتې سره مخ کړل.
آیت الله خامنه يي له راتلونکي څخه د ځوانانو ناهیلي کولو لپاره رسندیز تبلیغات او له ډګر څخه د خلکو لیري کول د دښمنانو له چلونو وباله او وویل: د منفي ټکو لویول، په ټاکنو او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون په ضد تبلیغ، د اقتصادي ستونزو او د نیمګړتیاو ستر ښودل د دښمنانو د تبلیغاتي چلونو څخه دي.
هغوی له امریکا او صهیونیسټي رژیم څخه د خلکو ویرول، له ډګره د خلکو د ګوښه کولو چل وباله او وویل: که د ایران ولس له فلانکي قدرت څخه ویرېدلي وای، اوس به د اسلامي جمهوریت نظام موجود نه وای، حال دا چي اکثره هغه نظامونه چي په سیمې د ولکې او خدایي دعوې کولې د ایران له ولس څخه ویره لري.