ایران په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټ رژیم د محاکمې ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144568-ایران_په_نړیواله_محکمه_کښې_د_صهیونیسټ_رژیم_د_محاکمې_ملاتړ_وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د انصاف نړیوالې محکمې ته د صهیونیسټي رژیم په خلاف د شکایت د وړاندې کولو په لړ کښې د جنوبي افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ.
(last modified 2024-01-10T21:51:35+00:00 )
Jan 11, 2024 02:16 Asia/Kabul
  • ایران په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټ رژیم د محاکمې ملاتړ وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د انصاف نړیوالې محکمې ته د صهیونیسټي رژیم په خلاف د شکایت د وړاندې کولو په لړ کښې د جنوبي افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ.

جنوبی افریقا د غزې په تړانګه کښې د فلسطینیانو د وژلې او د صهیونیسټانو د جنایتونو د پای ته رسولو په هدف د هالینډ په هیګ کښې د جرمونو په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټ رژیم په خلاف شکایت درج کړی دی.

په دغې ۸۴ مخیزه لایحه کې سویلي افریقا اسراییل «د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون له احکامو سرغړوونکی» بللی دی.

د هاګ نړیواله جنايي محکمه به د دې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو یعنې نن او سبا د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې د قضیې په اړه د جنوبي افریقا او صهیونیسټي رژیم حقوقي نظرونه وڅیړي.

تر اوسه د پاکستان، اردن، ترکیې، مالیزیا، بولیویا، وینزویلا او لیبیا په ګډون ګڼو هېوادونو او همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د جزا په نړیواله محکمه کښې د اسراییلي رژیم د وروستیو جنایتونو او نسل وژنې د محاکمې او څېړنې ملاتړ کړی دی.

په دې لړ کښې د ایران اسلامی جمهوریت یو ځل بیا د فلسطین د ملت په خلاف د توکمپاله صهیونیسټی رژیم جنګی جنایتونه او نسل وژنه په کلکه وغندله او له نیواکګرۍ سره په مقابله کښې یې د فلسطین د ولس لپاره  د نړیوالو حقوقو له مخې د یو پيژندل شوي او روا حق په توګه یې د مقاومت له چلند څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون چارشنبه په یوه بیانیه کښې د صهیونیسټی رژیم د فوځی حملو د بشپړ بندولو او د موثرې مبارزې د رامینځته کولو لپاره د ملګرو ملتو د امنیت د شورا په شمول د نړیوالو غونډو او سازمانونو د فوري او پرېکنده اقدام په ضرورت یو ځل بیا تاکید وکړ او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې په خپل اصولي نکته نظر باندې په ټینګار سره یې د ۱۹۴۸ کال د کنوانسیون په حوالهؤ د نسل وژنې د مخنیوي او سزا په اړه د عدالت او انصاف نړیوالې محکمې په رجوع کولو کښې یې د دغه رژیم په خلاف د جنوبی افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ..

د دې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د ملت په دفاع کښې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کښې د جنوبي افریقا د حکومت اقدام یو مسئولانه، زړور او د ویاړ وړ اقدام ګڼي او د دغه هیواد د حکومت د ټینګ ملاتړ غوښتنه کوي.