بندر عباس ته د پاکستان د سمندري بېړۍ راتګ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144692-بندر_عباس_ته_د_پاکستان_د_سمندري_بېړۍ_راتګ
د پاکستان د سمندري ځواکونو بېړه په سیمه کې د سولې او ملګرتیا په نښې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو سره په همږغیتوب په بندر عباس کې ودرېده.
(last modified 2024-01-13T07:09:13+00:00 )
Jan 13, 2024 11:38 Asia/Kabul
  • بندر عباس ته د پاکستان د سمندري بېړۍ راتګ

د پاکستان د سمندري ځواکونو بېړه په سیمه کې د سولې او ملګرتیا په نښې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو سره په همږغیتوب په بندر عباس کې ودرېده.

په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر مینځ اړیکې د دفاعي، فوځي او امنیتي په شمول په مختلفو ډګرونو کې د پام وړ وده کړې ده.

د ایرنا له راپور سره سم، د پاکستان د سمندري ځواکونو د سولې بېړه چي په دوو جنګي کښتیو مشتمله ده، د ایران له سمندري ځواکونو سره، د همکاری او روزنیزې ملګرتیاوې په هدف د سولې له پیغام سره، بندر ته عباس ته رسېدلې ده چي د ایران د سمندري ځواکونو له رسمي هرکلی سره مخ شو.

ټاکل شوې ده چي د پاکستان د سمندري ځواکونو دغه بېړه په بندر عباس کې د دریو ورځو لپاره تم شي او د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو د کتنې په ترڅ کې، د بندرعباس د شهیدانو مزارې ته ولاړ شي او د سپېڅلي دفاع د شهیدانو درناوی وکړي.

همداشان په راتلونکو ورځو کې به د دواړو هیوادونو سمندري ځواکونه د فارس خلیج او هرمز تنګی سره، ګډې فوځي مانورې تر سره کړي.

په بندر عباس کې د ایران د سمندري ځواکونو قومندان دوهم امیر البحر فرهاد فتاحی له پاکستاني ځواکونو څخه د هرکلی په مراسمو کې وویل:  په دغه سفر کې به د دواړو هیوادو سمندري ځواکونه په مسلکي تمریناتو باندې تمرکز وکړي.

تېر کال هم د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه بېړه د یادو اهدافو په لړ کې ایران ته درې ورځنی سفر کړی وو.