په افغانستان کې د ایران سفیر پاکستان ته په سفر تللی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144806-په_افغانستان_کې_د_ایران_سفیر_پاکستان_ته_په_سفر_تللی
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او مشورې په موخه اسلام اباد ته تللی دی.
(last modified 2024-01-15T07:38:58+00:00 )
Jan 15, 2024 11:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ایران سفیر پاکستان ته په سفر تللی

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او مشورې په موخه اسلام اباد ته تللی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر«حسن کاظمي قمي» په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی، چې د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو له هغې ډلې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر«جلیل عباس جیلاني» او د افغانستان په چارو کې د دې هېواد له ځانګړي استازي "آصف دراني" سره د سیمه ایزو همکاریو او په سیمه کې د مهمو امنیتي بدلونونو په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت په ګډون، د بېلابېلو مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړي.

د پاکستان د پوځ د استخباراتو د ادارې له مشر سره کتنه، اسلام آباد ته د افغانستان لپاره د ایران د سفیر د سفر د یو بل پلان په توګه اعلان شوې ده.

پاکستانۍ ورځپاڼې "ایکسپریس ټربیون" اسلام آباد ته د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سفر ته په اشارې سره، د افغانستان په اړه دوه اړخیزې مشورې مهمې بللې دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، په وروستیو کلونو کې ایران او پاکستان د افغانستان د مسلې په اړه د پام وړ اجماع ته رسېدلي دي.

د «ایکسپریس ټریبیون» د راپور له مخې، افغان کډوال له هغو مسایلو څخه دي، چې تهران او اسلام آباد  یې په تړه یو نظر لري او دواړو هېوادونو په تېرو څو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.