کلتوري ډيپلوماسي د اسلامی ایران د بهرني سیاست لومړیتوب دی
(last modified Wed, 17 Jan 2024 02:04:37 GMT )
Jan 17, 2024 06:34 Asia/Kabul
  • کلتوري ډيپلوماسي د اسلامی ایران د بهرني سیاست لومړیتوب دی

 د ایران اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ، فرهنګي ډيپلوماسي ، د ایران داسلامی جمهوریت  دبهرني سیاست  لومړیتوب دی .

سید ابراهیم ریئسي پرون د ایران د   کلتور او اسلامی ارشاد وزازت مختلفې برخې  ولیدې.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،  داسلامی ا یران ولسمشر  په دغې کتنې کې د ایراني اسلامي  هویت د  تحقق، ساتنې او لوړتیا او همداراز پيژندګلوۍ  او ترټولو ښې کارونې لپاره هڅه ، د ایراني –اسلامی  هویت  له ګواښونو سره دمقابلې لباهر  ترټولو اغیزشیندونکي ،تر ټولو  ماډرن آوزار او رودې ،  دایران د کلتور او اسلامی ارشاد و زا رت  ډير  مهم او اساسی ماموریتونه  وبلل.

 هغه په دوام کې ووئيل،  دتفکر ، دقلم  او بیان آزادي  د ایران د اسلامی جمهوریت  دترټولو لویو بریاؤ او ویاړونو برخه ده .\

 داسلامی ایران ولمسشر  له ګاوڼډيو  ، ا سلامی او  همغږه هیوادونو سره  د اقتصادي او سیاسی اړیکو دپیاوړتیا ترڅنګ  دکلتوري ارتباطاتو  پياوړتیا  هم ډير اهمیّت لرونکې وبلله او وې وئيل و  لویدیځي رسندوئي امپراتوري  تل   د ایران د اسلامی جمهوریت په نسبت دنړۍ دعموي افکارو  کې  د ذهني  غوټو د رامینځةکولو  او داغي څيرې ښودلو  هڅه کوي ، نو  دا یران کلتوري سلایاران  باید   ددغو سپيرو هڅو د  شنډولو لباره  خپل ټول توان وکاروي  او  ایراني –اسلامی کلتوري  ارزښتونه او  ټې دود  کړي.