د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په اصلاح کیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144940-د_ملګرو_ملتو_سرمنشي_د_امنیت_شورا_په_اصلاح_کیدو_ټینګار_وکړ
د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په جوړښت کښې د اصلاحاتو د کیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2024-01-17T23:41:05+00:00 )
Jan 18, 2024 04:09 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په اصلاح کیدو ټینګار وکړ

د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په جوړښت کښې د اصلاحاتو د کیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

انتونیو ګوترش پرون د سویټزرلینډ په داووس کښې د نړیوالې اقتصادي ټولنې په غونډه کښې وویل: د ملګرو ملتو د امنیت شورا اصلاحات او د یو نوي وړاندیز ایجنډا د شخړو او نښتو په هواري کښې مرسته او د هغو مخنیوی کولې شي.

ګوترش زیاته کړه: د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې اصلاحات کوې شي مخ په پراختیا هیوادونو ته اجازه ورکړي چې په نړیواله ټولنه کښې خپل غږ ولري.

هغه ټنیګار وکړ چې د امنیت شورا په شان په نړیوال ډګر کښې موجود ارګانونه ۸۰ کاله مخکښې جوړ شوي دي او باید د راتلونکو نسلونو لپاره دوباره راژوندي شي.

ښاغلي ګوترش همداشان په غزې تړانګه کښې د انساني حالاتو د خرابتیا په هکله وویل: نړیوالې ټولنې تراوسه په غزه کښې د جنګ د بندولو لپاره هیڅ نه دي کړي، نړۍ په داسې حال کښې په غزه کښې د روانې جګړې تماشه کوي چې ملکي وګړي په تیره بیا ښځې او ماشومان وژل شوي او زخمي شوي دي او یا د خپلو کورنیو پریښودو ته اړه شوي او له انساني مرستو هم بې برخې دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي څرګنده کړه: نړۍ د باور او اعتماد له کړکیچ سره لاس او ګریوان ده او د د اعتماد راپيدا کول، د داووس د سږنۍ غونډې شعار دی.